‘مراعات ترلاسه کيدو پوري به احتجاج دوام لري‘

د عيسې خيل، بران خيل او اتمان خيل قبائيلي مشرانو او صوبائي اسمبلي غړي نثار مومند د سفري ملاګوري په مقام جرګي ته د وينا پرمهال کړي

مومند ډيم نه متاثره قبيلو د مراعاتو ترلاسه کيدو پوري خپل احتجاج دوام دار ساتلو اعلان کړے او وئيلي دي چي خپلو زمکو باندي به هيڅ چه تۀ د قبضي کولو اجازه ورنکړے شې۔

له دے خبرو څرګندونه د عيسې خيل، بران خيل او اتمان خيل قبائيلي مشرانو او صوبائي اسمبلي غړي نثار مومند د سفري ملاګوري په مقام جرګي ته د وينا پرمهال کړي۔

مشرانو اوئيل چي د مومند قوم حدود دے د نورلس سوا يو پنځوس د خط په رنړا کښې تقسيم کړے شي ځکه چي دا خلک اووه سوا کالو راهسي دلته اباد دي او دا ئي د پلار نيکه حدود دي۔

دوي وړاندي اوئيل چي اوس دلته ځني بااثره خلک، د تنګي خانان او مياګانو دلته راتلو سره زمونږ په زمکو قبضي کړي کوم چي مونږ په هيڅ صورت نشو برداشت کولے۔

د جرګي ګډون والو دا هم اوئيل چي د مومنډ ډېم دپاره په سونو ايکړه زمکه په ارزان نرخ ورکړے شوي چي په بدل کښې ئي سيمه کښې ترقي او خوشحالي راشي ولي د واپډې محکمي چي مونږ سره کومي وعدي کړي چي هغي پاتي راغلي دي او اوس دلته د ډېم جوړولو کښې مقامي خلکو ته د مزدوري حق هم نه ورکول کيږي۔

دوي غوښتنه اوکړه چي مومند ډېم کښې دے مقامي کسانو ته روزګار ورکړے شي او متاثرينو ته دے د زمکو معاوضي ورکړے شي ځکه چي کومي پيسي د معاوضو په مد کښې راغلي هغه د ډي سي مومند په اکاونټ کښې پراتي دي۔

دوي دهړکه ورکړه چي د خپل حق دپاره به په هر مقام باندي احتجاج ريکارډ کولے شي او هيڅ چه به د خپل حق وهلو اجازه ورنکړو۔

Show More

Related Articles