بدامنۍ او عملیاتو د قبائلي سیمو اتیا فيصده باغونه خراب کړي

د کال دوه زره شپاړس یو سروي تر مخه قبائلي سیمې د ملک ټولو نه شاته پاتې علاقې دي چې پکښې څلور اوویا فيصده خلک د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي

افتخار او شان آپريدې لخوا

د اقوام متحده د خوراک او زراعت ادارې اېف ای او تر مخه قبائلي سیمو کښې د بدامنۍ او فوځي عملیاتو په محال د مېوؤ اتیا فیصده باغونو ته نقصان رسیدلې چې پکښې زیات تره په مکمل توګه تباه شوېدي.

بدامنۍ او فوځی اپریشنو له وجې زیات تره میوه دار باغونه په خېبر، اورکزو،کرمه، جنوبي او شمالي وزیرستان کښې خراب شوې دې او مقامي اولس تر مخه حکومت لخوا ئي بحالۍ لپاره څه خاص ګامونه نه دي پورته کړې شوي.

د جنوبي وزیرستان لدها سیمې اوسیدونکې نظیر محسود هم د کډوالۍ ژوند نه وړاندې د غوزانو، خوبانو او انارو په شمول یو شمیر باغونه لرل ولې واپسۍ نه پس ورته معلومه شوې چې د دغه باغونو زیات تره ونې وچې شوې دې.ټي اېن اېن سره خبرو کښې نظیر محسود وئيلې چې د ده په رنګ د جنوبي وزیرستان زیات تره خلکو انحصار په باغونو او څآروؤ پالنې وؤ ولې اوس د باغبانۍ شعبه د نېشت برابر پاتې ده.

ده اووېل چې کله مو اپریشن راه نجات په محال کډې وکړې نو د باغونو خسمانې لپاره څوک هم پاتې نشو. بیا چې کله څو کاله پس بیرته لاړو نو د باغونو زیات تره ونې ختمې شوې وې. څه د اوبو نه مېلاویدو له وجې وچې شوې وې او بعضې پکښې بارودو نه هم متاثره شوې وې

قبائلي ضلعو کښې پیدا کېدونکو میوه به نه صرف د ملک مختلف برخو ته بلکه بهر ملکونو ته هم استول کېدل او دا رنګ په زرګونو کورنو روزګار دې شعبې سره تړلې وؤ.

د کال دوه زره شپاړس یو سروي تر مخه قبائلي سیمې د ملک ټولو نه شاته پاتې علاقې دي چې پکښې څلور اوویا فيصده خلک د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي.

شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکې قبائلي مشر محمد طارق وائي چې قبائلي سیمو کښې د زیات تره اولس دارومدار په به زراعت او څاروؤ پالنه دې ولې بدامنۍ او فوځي اپریشنو له وجې کډواله کېدو له کبله د دې اولس دغه روزګارونه هم ډیر متاثره شوي دي او په خصوصې توګه زراعت کښې ئی د میوؤ باغونو ته سخت زیان اوړیدلې دې.

محمد طارق ټي اېن اېن ته اوویل چې ضلع کښې کېدونکو چلغوزي، انګور، آنار او نورې داسې مېوؤ سره به ډیر خلک په روزګار وؤ ولې وس دغې کښې زیات تره باغونه ختم دي.

د باغونو بدحالۍ له وجې که یو اړخ ته د دې مالکان او خسمانه کوونکي متاثره شوې دې ولې د دغه میوؤ تجارت اودریدو له کبله په عام اولس هم بداغیز پریوتې دې.

قبائلي سیمو د پاره د اېف ای او اېګرانومسټ یعنې زرعي ماهر منیر خان وائي چې دلته پيدا کېدونکې مېوه به نه صرف په مقامي سطح خرڅېده بلکه د ملک نورو برخو کښې به هم خلکو ډیره خوښوله.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې منیر خان ووېل چې قبائلي سیمو کښې د منړو، شفتالو، ناشپاتو، انګورو، بادام، املوک، غوزان او آنار باغونه په زیاته شمیره کښې وؤ او د زرګونو کورنو روزګار ورسره تړلې وؤ ولې د مختلفو جائزو مطابق بدامنۍ او فوځي اپریشنو په محال دې کښې اتیا فېصده باغونه متاثره شوې دې. په دې اتیا فیصده کښې زیات تره داسي دې چې هغه دوباره د بحالېدو قابل هم نه دې پاتې ولې ځنې پکښې لږ متاثره شوې او محنت سره بیرته زوړ حالت ته راتلې شي۔منیر خان زیاته کړه” د مېوې ونې چې درې میاشتو پورې خیال ونه ساتل شي نو یا خو پرې چینجی ولګي، یا د اوبو نیشتوالي له وجې وچه شي او یا ورته مقامي ځناور نقصان ورسوي. قبائلي سیمو کښې د خلکو کډوال کېدو له وجې باغونه هم په دې وجوهات متاثره شوې دي

هم دا رنګ د اورکزئي قبائلي ضلعې اوسیدونکې زمیندار عالم ذاده وائي چې سیمه کښې وس هغه رنګ د مندتو او آنارو باغونه په نظر نه راځي.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې عالم ذاده اوېل د امنیت په وخت کښې به دلته هره هفته د مقامي مېوؤ هفته وارې مېلې لګیدې او ډیر لوئي بیوپاریان به ورته راتلل. دا مېوې به پنجاب او کراچې ته وړل کېدې

بل اړخ ته واپسي کوونکي یو شمیر کډوالو پخپله او یا د حکومت او فلاحي تنظیمونو په مرسته د باغونو په بحالۍ لاس هم پورې کړې دې.

د خېبر ضلعې اوسیدونکې محمد رفیق آکاخېل وائي چې باړه او تیراه کښې د حالات ښه کېدو او کډوالو واپس کېدو نه پس نه مقامي خلکو خپل باغونو کښې بیرته د میوؤ ونې نال کړي دي او راتلونکې څو کالو کښې به ترې فائده ترلاسه کول هم شروع کړي.

محمد رفیق زیاتوي چې پخواني باغونه مکمل ختم شوې دې خو کال دوه زره پنځلس کښې کډوالو د واپسي وروسته خپلو د مالټو، امرود، مندتو او نیمبو باغونو په بحالۍ خپله لاس پورې کړې دې.

محمد رفیق ټی اېن اېن ته اوېل” دې باغونو نه مېوه ترلاسه کولو کښې به نور څلور کالو پورې وخت لګي خو ښه خبره دا ده چې خلکو پخپله بحال کړل. اوس پکښې خلکو د کجورو په باغونو لګولو هم شروع کړې ده او طمع ده چې دا تجربه به کامیابه شي

مقامي خلکو سره سره بعضې سرکاري او غیرسرکاری ادارو هم قبائلي سیمو کښې د نورو شعبو په رنګ د باغونو په بحالۍ کار شروع کړې دې.د اقوام متحده ادارې اېف ای او زرعي ماهر منیر خان وائي چې ادارې ئي مختلفو قبائلي ضلعو کښې تیرو څو کالو کښې پنځلس سوه پورې باغونه لګولي دي.

ده زیاته کړه دې سره سره مونږ زمیندارانو ته د باغونو خسمانې اوزار او تربیت هم ورکړې دې او دا سلسله اوس هم روانه ده

نظیر محسود وائي چې باغونو نه به ئي هر کال شل لکه روپو پورې آمدن وؤ او هم په دې به ئي ټول کال د کور خرچه چلوله ولې اوس نه پوهیږي چې څه وکړي.

Show More

Related Articles