بحالۍ په لور روانو قبائلي سیمو کښې د ټرانسپورټ اډې هغه شان بدحاله

د خېبر قبائلي ضلعې باړه بازار کښې د بدامنۍ او فوځي اپریشنو نه وړاندې لویه اډه وه چې به ترې پېښور سره سره قریباٌ هر قام او تپې ځان ځانله سټېنډ وو

افتخار خان او شان آپريدي لخوا

د یو سیمې د ترقۍ کښې ټرانسپورټ لوئي کردار لوبوي ولې قبائلي سیمو کښې د بدامنۍ په پس د مقامي خلکو تر مخه حکومت د ټرانسپورټ او په خصوصي توګه د مسافرو ګاډو اډو ته څه خاص توجه نه ده ورکړې.

د مسافرو ګاډي نه صرف اولس ته آسان او ارزان تګ راتګ ورکوی بلکه د دې اډو سره د یو سیمې بازارونه هم آباد وي او زرګونو خلک ورسره په روزګار وي.

د خېبر قبائلي ضلعې باړه بازار کښې د بدامنۍ او فوځي اپریشنو نه وړاندې لویه اډه وه چې به ترې پېښور سره سره قریباٌ هر قام او تپې ځان ځانله سټېنډ وؤ.

کال دوه زره نهه کښې سیمه کښې فوځي عملیاتو له وجې باړې بازار سره سره اډه هم بنده شوې وه کومه چې قریباً شپږ پس بیرته بحال شوه ولې وړاندې په رنګ ګڼه ګوڼه پکښې په نظر نه راځي.د باړې بازار افریدي مشترکه اډه منیجر محمد رضا ټی اېن اېن سره خبرو کښې ووېل چې که اډه په مکمل توګه بحال شي نو ورسره به نه صرف مقامي خلکو ته آسانتیاوې په لاس ورشي بلکه د سیمې لوئي بازار هم په زوړ شان بحال شي.

محمد رضا ووېل “ دلته لوئي اډې د اکاخېل، چرسیان او میلواډ وې. اوس خو مقامي اډې هم باړې بازار په ځآئي بټه تل کښې دې او اولس ته ورته تګ راتګ کښې ستونزې رامخې ته کیږي. دلته نه صرف پېښور ته تلونکې بسونو اډه په مکمل توګه بحال ده ولې نورې ټولې نیمګړې دي

ده ووېل چې اوس باړې بازار ته راتلونکې دوکاندارانو او ګاهک ته اکثره د مسافرو ګاډي مېلاؤ هم نشي او هغوې خپلو سیمو پېدل ځي.

د ګاډو اډو نه محرومه قبائلي اولس وائي چې خصوصې ټېکسیانو او یا پېدل په سفر مجبوره دي ولې حکومت ئی دې ستونزې ته ډیره توجه نه ورکوي.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې د اورکزئي ضلعې قبائلي مشر شاهد خان وئيلې چې بدامنۍ او فوځي اپریشن وروسته کوزه اورکزئی کښې زیات تره اډې بحال دې ولې بره اورکزئي کښې درې واړه اډې په غیرفعال حساب دي او زیات تره خلک خصوصي ټېکسیانو ته توجه ورکوي.شاهد خان ووېل چې امنیت په وخت کښې بره اورکزو کښې د ډبوري، غلجو او خدیزئی لوئي اډې وې او هره اډه کښې به سلو نه زیات ګاډي موجود وؤ ولې نن سبا دغه اډې په نېشت حساب دې، ځکه چې خال خال ترې ګاډي اوزي.

ده زیاته کړه “ کله کله خو داسي حالات راشي چې اډه کښې یو ګاډې هم نه وې نو داسي حالاتو کښې مقامي خلک که نزدې تلل غواړي نو یا خو پېدل لاړ شي او یا پکښې شته من کسان ځانله خصوصي ټېکسیان ونیسي ولې پېښور یا لرې ځآیونو ته تلونکې دوېمې ورځې ته په انتظار مجبوره وي

شاهد خان وويل چې دغه اډو کښې اوس هوټلې، د مستريانو دوکانونه او جنرل سټورونه هم بند دې او د سلګونو خلکو روزګارونه ورسره ختم شوې دې.

هم دا رنګ د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکې ټرانسپورټر جمال خان وائي چې بدامنۍ او فوځي عملیاتو نه وړاندې به ټوله ضلع کښې ډیر په آسانه سفر کېدو ولې اوس بعضې سیمو ته د مسافرو ګاډي بالکل ځي هم نه.

جمال خان  وائي که د نن دور جائزه د اپریشن نه وړاندې دور سره اوکړو نو نن سبا د ټرانسپورټ اډو نظام مکمل تباه دې. زمونږ د جنوبي وزیرستان درې لوئي سیمو کاني ګرم، کوټکې او کړمې ته هیڅ قسمه پبلک ټرانسپورټ نېشته

جمال خان خیال لري چې اپریشن نه متاثره قبائلي سیمو ته د اولس بیرته تلو نه د ډډه کولو یوه وجه د مسافرو ګاډو نیشتوالې هم دې، ځکه چې دغه سیمو کښې د موبائل سروس هم نېشته او د دې خلکو دنورې دنیا سره هر قسمه رابطې په مکمل توګه ختمې شي.

د نورو قبائلي ضلعو په نسبت باجوړ او مومند کښې د ګاډو زیات تره اډې بحال په نظر راځي ولې انتظام سنبهالونکي، ډرائيوران او مسافر پکښې اوس هم د سهولتونو نیشتوالي ګیلې کوي.

د باجوړ خار اډې منشي محمد عالم خلجي وائي چې وړاندې به تحصیل کښې یوه اډه وه چې به ترې ګاډي زر وتل او مسافرو ته هم آساني وې ولې نن سبا د بازار هر دوېم او درېم مارکیټ کښې اډې پرانستې شوې دي.محمد عالم ټي اېن اېن ته ووېل ” د بې نمبره ګاډو له وجې نه صرف د اډو انتظام سنبهالونکو ته مسئلې دې ولې لوئي مسئلې ئي پخپله مقامي اولس ته دي ځکه چې مختلفو ګاډو کښې دوه او درې مسافر ناست وي او ډکېدو کښې ئي وخت لګي ولې که دا ټول یو ګاډي ته راځي نو ګاډي به زر زر اډې نه اوزي

د مومند حلیمزو قبائلي مشر شمروز خان هم د عالم خلجي د خبرې تائید کړې او وئيلې چې وړاندې به مخصوص اډې وې ولې نن سبا هر چا خپلې اډې پرانستې او حکومت ئي په ضد هیڅ کاروائي نه کوی.

قبائلي سیمو کښې د بدامنۍ او فوځي اپریشنو وروسته حکومت لخوا د مقامي خلکو بیا آبادکارۍ لپاره د مختلفو شعبو په بحالۍ کار راوان دی.

د فاټا سیکرټریټ ترجمان عبدالسلام وزیر ټي اېن اېن ته ووېل چې د نورو شعبو په رنګ قبائلي سیمو کښې د ټرانسپورټ بحالۍ ته هم خصوصي پاملرنه کیږي. ده زیاته کړه چې دې لړ کښې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کښې د قبائلي سیمو ټولو نه لوئي بس ټرمېنل یعنې اډه جوړه کړې چې پکښې ټول نظام کمپیوټرائزډ دي او دې نه علاوه پکښې د واش رومونو او زنانؤ لپاره د ځانله انتظار ګاه سهولتونه هم موجود دي. عبدالسلام ووېل چې حکومت ټولو قبائلي سیمو کښې داسي یو یو اډه پرانستلو اراده لري.عبدالسلام وزیر دا هم واضحه کړه چې جنوبي وزیرستان کښې بعضې هغه ځایونو کښې اډې نه دې بحال شوې چرته په دغه زمکو د مقامي خلکو لانجې روانې دې ولې د نورو قبائلي سیمو زیات تره اډې بحال دي.

 

Show More

Related Articles