وزيراعظم عمران خان د فاټا اصلاحاتو دپاره ټاسک فورس ولي جوړ کړو؟

ټي اېن اېن سره خبرو کښې اقبال افریدي د کمېټۍ په اړه اووېل چې اصلاحاتو عمل کښې راپېښې مسئلې به ختمولو سره به حکومت ته سفارشات وړاندې کوې چې د انضمام عمل په ښه شان مخکښې بوتلو لپاره انتظامي، معاشي او عدالتي نظام لپاره کومه ګامونه پورته کول پکار دي.

د فاټا اصلاحاتو لپاره جوړ د ټاسک فورس کميټئ مشري د اسټېبلشمنټ چارو لپاره د وزیراعظم مشیر محمد شهزاد ارباب ته ورکړې شوې ولې نورو غړو کښې د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان، ګورنر شاه فرمان، خېبر ضلعې سره تعلق لرونکې وفاقي وزیر نورالحق قادري، د باجوړ سېنېټر هدایت الله، د سیفران سیکرټري، د خېبرپښتونخوا چیف سیکټري، د فاټا سیکرټرېټ اېډېشنل چيف سیکرټري، بیورو کریټ حبیب الله، د جي اېچ کيو او پېښور کور کمانډر نمائندګان شامل وو ولې وروسته کمیټۍ کښې د خېبرضلعې بل اېم اېن ای اقبال افریدي هم شامل کړې شو.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې اقبال افریدي د کمېټۍ په اړه اووېل چې اصلاحاتو عمل کښې راپېښې مسئلې به ختمولو سره به حکومت ته سفارشات وړاندې کوې چې د انضمام عمل په ښه شان مخکښې بوتلو لپاره انتظامي، معاشي او عدالتي نظام لپاره کومه ګامونه پورته کول پکار دي.

اقبال افریدي اووېل وزیراعظم عمران خان د فاټا اصلاحاتو لپاره ټاسک فورس ځکه جوړ کړو چې ملک کښې نورې هم ډیرې لوئي مسئلې دې او هغه نه غواړي چې هغه ستونزو کښې د قبائلي سیمو انضمام معامله وروستو پاتې شي. دا کمیټي به د انضمام په معامله کښې د خلکو شکونه لرې کولو او ایسار کارونو په وړاندې بوتلو لپاره سفارشات نیغ په نیغه وزیراعظم ته ورکوي

د کرمې سره تعلق لرونکې سېنېټر سجاد طوري په دې اړه ټي اېن اېن ته اوېل چې د کمېټۍ په باډۍ اعتراضات لري ولې بیا هم طمع لري چې دې سره د انضمام عمل تیز شي.سجاد طوري ټي اېن اېن سره خبرو کښې اوېل چې ټاسک فورس کښې د ټولو قبائلي ضلعو نه نمائندګان شاملول پکار وؤ د کومې آسانه زریعه چې د دغه سیمو منتخب پارلیماني غړي دي. ده اوېل چې د اعتراض باؤجود کمېټۍ نه د ښه ګامونه پورا کولو او د انضمام عمل تیزولو طمع لري.

تیر حکومت په آخري ورځو کښې د قبائلي سیمو اصلاحاتو عمل په حیران کن توګه تیز کړې شوې وو او څو ورځو کښې دننه د اېف سی آر ختمولو سره سره دغه سیمې خېبرپښتونخوا کښې ورګډولو په اړه قانون سازۍ ته هم ختمي شکل ورکړې شوې وو. ولې د روان کال جون میاشت کښې د نګران حکومت راتلو سره د اصلاحاتو عمل بیرته د سستې ښکار شوې وو او د ذکر وړ څه ګام پکښې نه وؤ پورته کړې شوې.

اورکزو سره تعلق لرونکې سماجې کارکن نوشين جمال د اصلاحاتو عمل تیزولو لپاره وزیراعظم لخوا د ټاسک فورس جوړول ستائلې دې ولې بعضې اعتراضات ئي پرې هم کړې دې. ټي اېن اېن سره خبرو کښې نوشین جمال اووېل چې ټاسک فورس کښې بعضې د انضمام مخالف غړې شامل کړې شوې دې او بل دا چې زنانؤ ته پکښې برخه هم نه ده ورکړې شوې.

نوشین جمال ټاسک فورس کښې شامل د بعضې کسانو وېډیو بیانونه موجود دې چې پکښې د قبائلي سیمو خېبرپښتونخوا کښې ورګډولو مخالفت کوي ولې نه پوهیږي چې وزیراعظم دغه کسان کمېټۍ کښې ولې شامل کړې دي. دې زیاته کړه ” د قبائلي سیمو اصلاحاتو وړاندې کمېټو کښې هم زنانه نظر انداز کړې شوې وې او اوس ټاسک فورس کښې هم ورته نمائندګي نه ده ورکړې شوې د کومې اثرات به چې وروسته رامخې ته کیږي ځکه چې نارینه د زنانؤ مسئلو په اړه صحیح سفارشات نشي ورکولې

هم دا رنګ شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکې سماجي کارکن رقیب الله ټي اېن اېن سره خبرو کښې وئیلې چې د تیر حکومت قانون سازۍ وروسته مقامي خلک په انتظار وؤ چې اوس به دغه سیمو کښې معاشي او نور انتظامي اصلاحات راوستل کیږي ولې څو میاشتې تیریدو باؤجود څه تبدیلې نه لیدو له وجې د اولس د انضمام نه یقین پورته کېدل شروع شوې دې.

رقیب الله اووېل چې نوي ټاسک فورس له په فوري توګه اولس ته د اصلاحاتو یقین دهاني ورکول پکار دي د کومې فوري طریقه چې د لیویز په پولیس کښې بدلول او عدالتي نظام جوړول دي.

بل اړخ ته د خېبرضلعې سره تعلق لرونکې پخوانې وفاقي وزیر حمیدالله جان افریدې د ټاسک فورس جوړول بې معنې بللې او ټي اېن اېن سره خبرو کښې ئي وېلې چې انضمام لپاره آئين کښې ترمیم کېدو نه پس داسې کمیټۍ هیڅ ضرورت نه لري.

حمیدالله جان ټي اېن اېن سره خبرو کښې اووېل چې قبائلي سیمو کښې دغه ترمیم وروسته اوس لوئي کار دغلته د انفراسټرکچر جوړول او د انتظامي څوکو بدلون او تعیناتي ده ولې دا کارونه کال و سر د حکومتونو کار وي او دې لپاره د خاص کمېټو هیڅ ضرورت نه وي.حمیدالله جان دا هم اووېل چې حکومت دغه ټاسک فورس کښې د لویو لویو عهدو غړي شامل کړي او داسې د اعلا پائي کمېټۍ وړاندې هم ناکامۍ سره مخ شوې دې ځکه چې د داسي افسران په یو ځآئي وزګاریدل او یو ځائی کېناستل تقریباُ ناممکن وي.

Show More

Related Articles