ورلډ فوډ قبائلي ضلعو د موسمي روزګار منصوبه شروع کوي

د منصوبي اعلان تيره هفته اسلام آباد کښي د معيشت او پيداوار وفاقي وزيرعبد الطيف او پاکستان کښي د جاپان سفير تاکاشي کورائي اوکړو

طيب آفريدي

د اقوام متحده اداري ورلډ فوډ پروګرام د جاپان حکومت لخوا عطيه کړے شوي پنځه لکه ډالرو فنډ نه قبائلي علاقو کښي د موسمي روزګار منصوبه شروع کوي کومي سره به چي د غربت خاتمي، د غذائيت کمي پورا کولو او د بیکوره شوؤ خلکو د واپسۍ نه پس د ژوند معيار ښه کولو کښي مرسته ميلاؤ شي۔ د منصوبي اعلان تيره هفته اسلام آباد کښي د معيشت او پيداوار وفاقي وزيرعبد الطيف او پاکستان کښي د جاپان سفير تاکاشي کورائي اوکړو۔

منصوبه کښي د ورلډ فوډ پروګرام کردار په حقله د ډبليو ايف پي کنټري ډائريکټر ښاغلي فيبرکورن ټي اين اين سره مرکه کښي اوېل” ددي منصوبي سيوري لاندي به د مقامي خلقو متعلقه مهارت، علم او تجربه په کار راوستو سره د فصلونو او خوراک مقدار کښي زياتوالے راوستے شي چي ورسره به مقامي آبادي د خپل خوراک ضرورتونه خپله پوره کولے شي۔‘‘

ده زياته کړي ده چي د منصوبي يوه برخه دا هم ده چي معلومات يو ځائي کړے شي او مرکزي ډيټا بيس جوړ کړے شي کوم چي به د قدرتي یا انساني آفتونو په وخت هم د معیشت پهیه چلیدو کښې مرسته ورکوي او دې لړ کښې به مقامی قبائلي اولس کښې د داسې قسمه حالاتو مقابلې کولو پوهه او توان راوستې شي.

‘‘د موسمي روزګار منصوبي مطلب دادے چي مقامي خلقو ته متعلقه څانګه کښي مهارت، علم او معياري تخم ورکولے شي د کومي له وجي به چي خلق خپل زرعي فارمونه جوړولے شي او دوي ته به مارکيټ ته رسائي کښي هم مرسته ورکولے شي، دي له وجي به دغه خلق نه صرف ځان دپاره بلکه نورو خلقو دپاره هم غله او خوراک پيدا کولے شي۔‘‘

کنټري ډائريکټر قبائلي ضلعو کښي د ورلډ فوډ پروګرام او د فوډ اينډ ايګريکلچر آرګنائزيشن کردار کښي فرق په اړه ټي اين اين ته وئيلي ‘‘ايف اے او د زرعي پاليسو، زرعي فارمونو او معياري تخم حوالي سره کار کوي ولي د خوراک عالمي اداره د خلقو د خوراک ضرورتونو او د غذائيت کمي لري کولو باندي کار کوي۔‘‘

Show More

Related Articles