لوې شلمان کښې په لسګونو ماشومان د ليشميناء رنځ ښکار شوي

د رحمان شلماني په وينا په سيمه کښې ليشمينياء رنځ ډېر په تيزې خپور شوي د کوم له وجې چې يو شمير خلک په کډا کولو مجبوره شوي دي

د خيبر ضلعې لنډيکوتل تحصيل لرې پرته لوئې شلمان سيمه کښې ليشميناء رنځ د وباء شکل اختيار کړې چې له وجې يو شمير ماشومان په دې رنځ کښې اخته شوي دي۔

دې لړ کښې نن د جمرود په پريس کلب کښې د لوې شلمان اوسيدونکې رحمان شلمان د خپلو ماشومانو بچو کوم چې د ليشمينياء رنځ ښکاري شوي سره د پريس کانفرنس په مهال وويل چې د دوي د سيمې په هر کلي کښې په لسګونو ماشومان د ياد رنځ ښکار شوي دي۔

ده وويل چې د ده د خپلې کورنۍ پينځه کسان هم د لميشمينياء رنځ ښکاري شوي خو ولي په سيمه کښې داسې کوم هسپتال يا ډاکټر نشته چې د دوي د ماشومانو علاج وکړې او په دې رنځ قابو ومومي۔

د رحمان شلماني په وينا په سيمه کښې ليشمينياء رنځ ډېر په تيزې خپور شوي د کوم له وجې چې يو شمير خلک په کډا کولو مجبوره شوي دي۔

ده غوښتنه کوله چې بايد ايجنسي سرجن او د صحت محکمې نور چارواکې ياد رنځ پله پاملرنه وکړي او د دې د مخنيوي لپاره دې سمدستې کوټلي ګامونه پورته کړي ولې چې د يوشمير کورينو ماشومان په لميشمينياء رنځ کښې اخته شوي دي۔

Show More

Related Articles