ايف ډي ايم اے د شمالي وزيرستان متاثرينو ته د امدادي رقم بل قسط جاري کړو

د ايف ډي ايم اے ترجمان مطابق متاثرينو ته تيري ورځي راهسي د موبائل سم په ذريعه پيسي ورکول شروع کړے شوي

 

د حادثاتو په وخت د قبائلي سيمو انتظامي اداري ايف ډي ايم اے د شمالي وزيرستان متاثرينو دپاره د دولس زره روپو نغد امدادي رقم اووه څلويښتم قسط جاري کړے دے۔ د ايف ډي ايم اے ترجمان مطابق متاثرينو ته تيري ورځي راهسي د موبائل سم په ذريعه پيسي ورکول شروع کړے شوي دي۔

ترجمان زياته کړي ده چي دغه رقم به د شمالي وزيرستان څوارلس زره نهه سوه پنځه شپيته کورنو ته د مياشتني قسط په صورت کښي ورکولے شي د کومي وعده چي ايف ډي ايم اے تير اجلاس کښي د متاثرينو يو نمائنده وفد سره ملاقات کړي وه۔

ترجمان وئيلي دي چي د ماهوار امداد مجموعي ماليت قريبا اتلس کروړه روپئ دے کوم چي بينک کښي جمع کړے شوے دے۔ بل اړخ ته د متاثرينو يو وفد تيره ورځ ډي جي ايف ډي ايم اے ناصر دراني سره ملاقات کړے دے او هغه ئي د متاثرينو مسئلو نه خبر کړے دے د کومي نه پس چي ډي جي ايف ډي ايم متاثرينو دپاره د ګرم سامان انتظاماتو ته هم ختمي شکل ورکړے دے۔

په دي موقع ډي جي ايف ډي ايم اے ناصر دراني ميډيا ته وئيلي دي چي د شمالي وزيرستان دري زره نه زياتي کورنئ نان رجسټرډ دي د کومو مدد دپاره به چي د غيرسرکاري تنظيمونو نه مرسته اغستے شي او نور مشکلات به ئي هم هوارولے شي۔

Show More

Related Articles