صحت سهولت کارډ، د بدامنۍ زپلې قبائلي اولس په زخمونو د مرهم لګولو کوشش

قبائلي اولس هم د مفت علاج سهولت په مېلاوېدو خوشحالیانې څرګندې کړې دې

 

د صحت انصاف کارډ د خېبرپښتونخوا تیر حکومت کال دوه زره شپاړس کښې معارفي کړې وؤ چې پکښې د حکومت د شمیر مطابق ټوله صوبه کښې دوه نیم لکه کورنو ته د مفت علاج سهولت ورکولې کیږي. د صحت انصاف کارډ سهولت تیره میاشت ستمبر کښې وفاقي حکومت په صوبه کښې نوې شاملې شوې ټولو قبائلي ضلعو ته هم غځولو اعلان کړې دې. د حکومت اعلان مطابق قبائلي ضلعو کښې به هم د صوبې نورو برخو په رنګ نیمې نه زیاتې آبادې ته د مفت علاج دا سهولت ورکولې کیږي چې به ترې هغوې حکومت لخوا منتخب سرکاري او پرائیوېټ هسپتالونو کښې فائده ترلاسه کولې شي.

قبائلي اولس هم د مفت علاج سهولت په مېلاوېدو خوشحالیانې څرګندې کړې دې.

د جنوبي وزیرستان لدها اوسیدونکې خانزیب محسود وائي چې د صحت انصاف کارډ سهولت د قبائلي اولس په زخمونو د مرهم لګولو برابر دي ولې دې به زیاته فائده هله وي چې د مفت علاج دا سهولت ورته خپلو ضلعو کښې مېلاؤ شي.

خانزېب ټي اېن اېن سره خبرو کښې اووېل “قبائلي سیمو کښې هسپتالونو او د صحت نور مرکزونه په مکمل توګه تباه دي ولې حکومت ته پکار ده چې انصاف کارډ سهولت نه وړاندې دغه هسپتالونو حالت هم ښه شي او قبائلي اولس ته په دغه کارډ بندوبستي سیمو کښې علاج کولو په ځائي دغه سهولت خپله ضلع کښې ترلاسه شي

هم دا رنګ د کرمې سره تعلق لرونکې د ځوانانو تنظیم ټرائبل یوت موومنټ غړې نائله الطاف هم قبائلي اولس ته د ویړیا علاج سهولت په مېلاویدو خوشحالي ښکاره کړې ده ولې انديښنه ئي څرګنده کړې ده چې دغه کارډونه به مستحقو ته مېلاؤ نشي. ټي اېن اېن سره خبرو کښې نائله الطاف اووېل چې د کارډونو تقسیم لپاره ښه معیاري سروې پکار ده. قبائلي سیمو کښې اتیا فیصده نه زیات خلک داسي دي چې خپل د علاج وس نه لري، پکار ده چې صحت انصاف کارډ هم دغه بېوسه خلکو ته مېلاؤ شي او دې نه وړاندې سروې اوشي چې هغه کورنۍ ته کارډ ورکړي چې پکښې د کار روزګار څوک نه وينائله الطاف اوېل. ټي اېن اېن سره خبرو کښې نائله الطاف اووېل چې دې نه علاوه هغه خلکو ته پخپله هم دې کارډ اخستو نه انکار کول پکار دي چې خپله د علاج وس لري چې دا شان دا کارډونه مستحقو ته مېلاؤ شي.

د اورکزئي ضلعې قبائلی مشر امیر اورکزئي وائي چې حکومت ته پکار دي چې قبائلي سیمو کښې د صحت انصاف کارډ هرې کورنۍ ته ورکړې ځکه چې جنګ او اپریشنو له وجې ټول ډیر متاثره شوې دې او حق ئي دې چې دا سهولت ورته مېلاؤ شي.

امیر اورکزئي اوېل چې جنګ نه ټول قبائلي اولس متاثره شوې دې، روزګارونه ئی ختم شوې، سبقونه ئي متاثره شوې، کورونه، هسپتالونه، سړکونه ئی وران ویجاړ شوې ولې حکومت لخوا ئي هیڅ داسې مرسته نه ده شوې چې ئی تعریف وکړې شي. ده اوويل “ اوس که حکومت د مفت علاج دا سهولت ټولو قبائلو ته ورکړې نو ممکنه ده چې مشکلات ئي څه حده پورې آسان شي

موجوده حکومت نه وړاندې د مسلم لیګ نون وفاقي حکومت د ملک نورو یو شمیر ضلعو په رنګ د قبائلي سیمو خېبر او باجوړ کښې هم وزیراعظم صحت کارډ په نامه بیوسه کورونو ته د مفت علاج سهولت شروع کړې وؤ.

وزیراعظم صحت کارډ په اړه د باجوړ هیډ کوارټر هسپتال ډاکټر رشید خان وائي چې اولس ته ترې څه خاص فائده نه ده رسیدلې ځکه چې هغه ډیر مخصوص خلکو او مخصوصو بیمارو لپاره وؤ. او بل دا چې پيسې به ورته هم د علاج وروسته د د تصدیق اوږدې مرحلې نه پس راتلې.

ډاکټر رشید خان ټي اېن اېن سره خبرو کښې اووېل وزیراعظم صحت کارډ کښې د بعضې مخصوص بیمارو لکه د زړه رنځ، د ګردو بیماري، تور زیړې او یا داسې نورې لوئو او خطرناکو بیمارو علاج سهولت ورکړې کېږی ولې مسئله دا ده چې دغه علاج لپاره به هم تیمرګرې یا پېښور کښې مخصوص هسپتالونو ته ځې. ” بله مسئله پکښې دا ده چې علاج به په خپلو پېسو کوي او وروسته به درته حکومت د اوږدې مرحلې او تصدیق نه پس دغه پېسې درکوی ولې بعضې وختونو کښې داسې هم اوشي چې حکومت درکولو نه انکار هم وکړي

ډاکټر رشید وائي چې وزیراعظم صحت کارډ په مقابله کښې صحت سهولت کارډ ډیر بهتر دې.

Show More

Related Articles