شمالې وزيرستان سياسې اتحاد مشرانو يو وارې بيا حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې

سياسې مشرانو حکومت نه غوښتنه اوکړه چې شمالي وزيرستان کښې دې دوباره مردم شمارې اوکړې شې او د صوبائې اسمبلې دوه صوبائې سيټونو په ځې درې سيټونه ورکړې شې

د شمالې وزيرستان سياسې اتحاد مشرانو حکومت نه غوښتنه کړي چي شوې وعدې دې ورسره ترسره کړې شې۔

نن بنو کښې د يوې خبرې غونډې په مهال د سياسې اتحاد مشرانو ملک غلام خان او ملک اکبر خان حکومت نه غوښتنه اوکړه چې مردم شمارې کښې دوې سره ښکاره ناانصافې شويده او دا چې يو لک شل زره کورنې د سر شميرنې نه محرومه ساتل شويدې۔

سياسې مشرانو حکومت نه غوښتنه اوکړه چې شمالي وزيرستان کښې دې دوباره مردم شمارې اوکړې شې او د صوبائې اسمبلې دوه صوبائې سيټونو په ځې درې سيټونه ورکړې شې۔

له دې ترڅنګ دوې اويل چې د فوځۍ آپريشن ضرب عضب په وخت افغانستان ته کډوال شوې متاثرين دے بيرته راوستل شې او بنو بکاخيل کيمپ کښې استوګن کډوال دې په سمدستې خپلو سيمو ته واپس کړې شې۔

مشرانو دا غوښتنه هم وکړه چې د تعلیم او صحت پۀ لړ کښې نیمګړې منصوبې دې زر ترزره سرته ورسولې شی، او د موبایل او انټرنیټ سهولت دې پۀ سم لاسی توګه شمالی وزیرستان ته ورکړے شی.مشرانو د ورانو شوو کورونو سروې زر تر زره سرته رسولو او تاجرانو ته اوړيدلې تاوان په لړ کښې د حکومتې مالې مرستو مطالبه کړيده۔

په آخره کښې د شمالې وزيرستان سياسې اتحاد مشرانو حکومت نه غوښتنه اوکړه چې د شمالې وزيرستان خلقو نه افغانستان کښې پاتې شوې ګاډو د بيرته راوستلو اجازت ورکولو ترڅنګ د افغانستان نه راتلونکيو سامان دپاره دې کسټم د غلام خان پۀ ځاے بکاخيل په مقام ولګولے شې او د غلام خان په مقام چې تاجرانو سره د کسټم چارواکې کوم امتيازې سلوک کوې د هغې مخه دې وو نيولې شې۔

Show More

Related Articles