د شلمان ګورنمنټ پولې ټيکنيکل انسټيټوټ بيرته فعالولې شې: کامران بنګش

څرګنده دے وې چې دغه پولې ټيکنيکل انسټيټوټ شل کاله وړاندې جوړ کړې شويدې ولې اوسه پورې بند پروت دې او دا چې ودانې ته ئې ځيان رسيدلې او مقامې خلق ئې د ګودام په توګه استعمالوې

د خيبر پښتونخوا وزيراعلې د سائنس او ټيکنالوجې خصوصې مرستيال کامران بنګش د لنډې کوتل شلمان سيمه کښې د ګورنمنټ پولې ټيکنيکل انسټيټوټ بيرته فعالو فيصله کړېده۔

څرګنده دے وې چې دغه پولې ټيکنيکل انسټيټوټ شل کاله وړاندې جوړ کړې شويدې ولې اوسه پورې بند پروت دې او دا چې ودانې ته ئې ځيان رسيدلې او مقامې خلق ئې د ګودام په توګه استعمالوې۔

نن د لنډې کوتل دورې په مهال کامران بنګش د کښې د ګورنمنټ پولې ټيکنيکل انسټيټوټ معائينه کړه کړيده او په څليرشت کناله زمکه جوړ دغه کالج کښې ئې د فنې کورسز ترڅنګ آئې ټې او نور ټيکنيکل کورسونو شروع کولو فيصله کړيده۔

د دوې په مهال قبائلې مشرانو ته خپله وينا کښې د سائنس او ټيکنالوجې معاون خصوصې اويل چې شلمان کالج به خيبر ضلعې ړومبے ټيکنالوجې يونيورسټې جوړيږې او له دې فعالول به د صوبائې حکومت ړومبئ سنګ ميل وې، ده اويل چې نورو قبائلې ضلعو کښې به هم ټيکنالوجې او فنې تعليم ادارې جوړولې شې۔

Show More

Related Articles