شوکت يوسفزې شمالې وزيرستان دوره، قبائلې مشرانو جرګې ته وينا

 د خيبر پښتونخوا اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزې شمالې وزيرستان دورې په موقع ميرانشاه پريس کلب کښې د پريس کانفرنس هال پرانسته کړيده

 د خيبر پښتونخوا اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزې شمالې وزيرستان دورې په موقع ميرانشاه پريس کلب کښې د پريس کانفرنس هال پرانسته کړيده۔

څرګنده دې وې چې سيمه کښې ترهه ګرې له وجې امن وضع خرابيدو سره په څوارلسم جون کال دوه زره څوارلسم کښې د ميران شاه پريس کلب بند کړې شوې و، ولې اوس سيمه کښې د امن بحالې سره شپږ مياشتې وړاندې پريس کلب بيرته کولاو کړې شويدې۔

پريس کلب کښې د نيوز کانفرنس هال پرانستې ورسته قبائلې مشرانو جرګې ته خپله وينا کښې اطلاعاتو وزير اويل چې سيمه کښې آمن د سيکورټې فورسز، انتظامې او اولس قربانو ورسته بحال شويدې۔ده اويل چې فاټا انضمام ګټې اولس ته رسيدو کښې به لګ وخت لګې ولې چې دې لپاره قبائلې اولس اويا کاله انتظار اوکړو پکار دا چې اوس څو مياشتې صبر اوکړې۔

شوکت يوسفزې اويل چې قبائل وړاندې آذاد نه و ځکه چې  د ايف سې آر ظالمانه نظام پرې مسلط ؤ، ده اويل چې اوس د ايف سې آر تور قانون ختم کړې شويدې او قبائلې اولس تۀ ټول بشرې حقونه ميلاو شويدې۔ خپلا وينا کښې د اطلاعاتو وزير اويل چې د قبائلې ضلعو پرمختګ دپاره د لسو کالو پلان لاندې به يو زر اربه روپې ترقياتې منصوبو باندې لګولې شې۔

د ګاونډې اسلامې هيواد افغانستان په اړه شوکت يوسفزې اويل چې پاکستان هلته امن بحالې ملاتړ کوې ځکه چې د پاکستان امن افغانستان سره تړلې شويدې۔د خپلې دورې په مهال شوکت يوسفزې د ميران شاه پريس کلب دپاره لس کاله روپو ګرانټ منظورې سره د ميډيا کولنې جوړو اعلان کړېدې۔

Show More

Related Articles