‘‘مونږ نه ضلعې انتظاميه د ګاډي په سر اويا زره روپو رشوت غوښتنه کړې‘‘

ټې اين اين سره خبرو کښې د دهرنې يو ګډون وال ويلې دې چې وفاقې حکومت د کسټم چور ګاډو مالکانو ته پينځه کاله پورې سيمه کښې له دې ګاډو استعمالو اجازه ورکړيده ولې ضلعې انتظاميه دے کښې خنډان رامخې ته کوې

قبائلې ضلعې خيبر کښې د کسټم چور ګاډو مالکانو ضلعې انتظامې پرضد احتجاجې دهرنا شروع کړيده۔ د جمرود تحصيل سره نژدې بهګيارې چيک باندې د درې ورځو راهسې دغه احتجاجې دهرنا روانه ده چې پکښې ګڼ شمير کښې د اين سې پې ګاډو مالکانو ګډون کوې۔

ټې اين اين سره خبرو کښې د دهرنې يو ګډون وال ويلې دې چې وفاقې حکومت د کسټم چور ګاډو مالکانو ته پينځه کاله پورې سيمه کښې له دې ګاډو استعمالو اجازه ورکړيده ولې ضلعې انتظاميه دے کښې خنډان رامخې ته کوې۔

ده اويل چې وفاق لخوا په باقاعده توګه اعلامې جارې کولو ورسته ضلعې انتظامې دوي ته د ګاډو رجسټرډ کولو امر کړې و کوم چې دوې ترسره کړيدې ولې اوس د فيزيکل ويرې فکيشن په وخت د لنډې کوتل جمرود او ضلعې نورو سيمو نه خپل ګاډې راستو په وخت دوې نه ضلعې انتظاميه د ګاډې په سر د اويا زره روپو په مبينه توګه د رشوت مطالبه کوې د کومې له وجې چې دوې بهګياړې چيک پوسټ باندې سره د ګاډو  دهرنا شروع کړيده۔

پرلت وهونکې کسانو دا هم ويلې دې چې دوې څو ورځې وړاندې د يوې خبرې غونډې ورسته دوې د جمرود اسسټنټ کمشنر لخوا ګاډې چيک پوسټ باندې تيرولو دپاره فارمې ورکړې شوې وې ولې لکه چې ګاډې جمرود ته راوستل نو بيرته حنې ځکومتې اهلکارو دوې  منع کړېدې او ورته ويلې شوې دې چې له دې ورسته بل نوټفکيشن جارې کړې شويدې او دوې ته ګاډو په چيک پوسټ تير باسلو اجازه نشته دې۔

ټې اين اين سره خبرو کښې دهرنې يو بل ګډونوال اويل چې له دې ستنځې هوارې دپاره ئې د تحريک انصاف مقامې مشر او دوه نور قبائلې ملکان د جمرود ضلعې انتظامې آفسرانو سره ملاقات کړې و ولې هلته ورته په ښکاره توګه د ګاډې په سر د پينځه شپيته نه تر اويا زره روپو پورې د رشوت مطالبه شويده۔

په احتجاج ناست د شپږ سوا ګاډو مالکانو حکومت نه غوښتنه کړيده چې دوې ته دې خپل آئينې او قانونې حق نه محرومه و نه ساتل شې ولې وفاق دوې ته قانونې حق ورکړيدې۔

Show More

Related Articles