د وزيراعلې او ګورنر ترمينځ د اختياراتو جنګ نشته دې: اجمل وزير

د خيبر پښتونخوا حکومت وياند اجمل وزير ويلې دې چې ګورنر او وزيراعلې ترمينځ قبائلې ضلعو اختياراتو په اړه جنګ نشته دې

 د خيبر پښتونخوا حکومت وياند اجمل وزير ويلې دې چې ګورنر او وزيراعلې ترمينځ قبائلې ضلعو اختياراتو په اړه جنګ نشته دې۔ نن وزيراعلې هاوس کښې د يوې خبرې غونډې په مهال د صوبائې حکومت وياند اويل چې عمران خان ړومبئ وزيراعظم دې چه چې د غلام خان چيک پوسټ دوره کړې او وزيراعلې محمود خان ړومبئ وزيراعلې دې چې افغان پولې او قبائلې ضلعو ته لاړ۔

اجمل وزير اويل چې صوبائې وزيرانو د قبائلې ضلعو دورو دپاره د شپږو مياشتو شيډول جوړ کړې شوېدې کوم چې وزيراعلې ته استولې شويدې او دا چې د هفتې پينځو به يو نه يو صوبائې وزير قبائلې ضلع کښې موجود وې۔

د حکومت ترجمان دا هم اويل چې وزيراعلې په مشرې کښې د يوې غونډې په مهال قبائلې ضلعو هيډکواټر هسپتالونه يوه مياشت کښې دننه فعال لولو هدايات ورکړې شويدې۔

ده اويل چې دے هسپتالونو دپاره به په کنټريکټ او ايډهاک بنيادونو باندې ډاکټران بهرتې کولې شې او دغه شان ګامونه به د تعليم محکمه کښې هم پورته کولې شې۔ اجمل وزير اويل چې قبائلې ضلعو کښې به دارو درملو کمې په هنګامې توګه پورا کولې، انډيپنډنټ مانيټرنګ يونټ قبائلې ضلعو ته غزولې شويدې او دا چې قبائلې ضلعو کښې به سرکارې نوکرو باندې به مقامې خلق بهرتې کولې شې۔

د صوبائې حکومت وياند دا هم اويل چې د بهرتو په محال به قبائلو ته د عمر او تعليم په لړ کښې ريليف ورکولې شې او دا چې په کور ناست تنخواه اغستونکې سرکارې ملازمين به نوکرو نه لرې کولې شې۔

ده اويل چې ضم شوې ضلعو کښې به د لسمې فرورې نه سپورټس هلې ځلې شروع کولې شې او دې سره قبائلې ضلعو درې سوا جوماتونو کښې به شمسې بجلې سسټم لګولې شې۔

اجمل وزير دا هم اويل چې قبائلې ځوانانو ته به ډېر زر د يو ارب بغير سود نه قرضې شروع کولې شې او دا چې قوانيو توسيع به آرډيننس زريعه کولې شې کوم دپاره چې تيارې روان دې ولې چې موجوده وخت قبائلې ضلعو کښې ايف سې آر قانون ختم کړې شويدې او هلته څه قسمه قانون نشته دې۔

د صوبائې حکومت ترجمان اويل چې اين ايف سې ايوارډ کښې برخه باندې د سنده او بلوچستان حکومتونه لخوا ستنځه رامخې ته شويده او دا چې مردم شمارې باندې قبائلې اولس انديښنې لرې۔

د پيښور بې آر ټې منصوبې په حقله د حکومت وياند زياته کړه چې وړاندې د منصوبې ډيزائن کښې بدلونونه شوې کومې له وجې چې منصوبه د ځنډ ښکارې شوې وه ولې اوس به په دريوشتم مارچ باندې د منصوبې افتتاح کولې شې۔

Show More

Related Articles