لنډې کوتل: جے يو آئې ف کسټم چور ګاډو باندې بنديز پرضد احتجاجې مظاهره کړې

قبائلې ضلعې لنډې کوتل تحصيل کښې جمعت علماۓ اسلام ف کسټم چور ګاډو استعمال باندې بنديز پرضد احتجاجې مظاهره کړيده

قبائلې ضلعې لنډې کوتل تحصيل کښې جمعت علماۓ اسلام ف کسټم چور ګاډو استعمال باندې بنديز پرضد احتجاجې مظاهره کړيده۔ لنډي کوتل بازار کښې شوې مظاهره کښې ګڼ شميره د پارټې کارکنانو ګډون کړې وو او د په دپاره ئې بازار هم تګ راتګ دپاره بند کړې وو۔

احتجاجي مظاهرې ته وينا په وخت د جے يو آئي ف خيبر ضلعې امير مفتې اعجاز شنوارې اويل چې د کسټم چور ګاډو چلولو باندې بنديز غريب قبائلې اولس سره ناانصافې ده ولې دغه ګاډو له عمله د زرګونو خلقو روزګار روان وو۔

مفتې اعجاز شنوارې حکومت نه غوښتنه اوکړه چې فاټا انضمام په صوت کښې دے اوس حکومت قبائلې سيمې لس کالو دپاره ټيکس فرې زون وو ګرځوې او دا چې کسټم چور ګاډو ته دې په فورې توګه چلولو اجازت ورکړې شې او دا چې که د راتلونکې اتوار پورې ستنځه حل نه کړې شوه نو بيا به احتجاج کوې۔

Show More

Related Articles