جنوبې وزيرستان: خاصه دارو پوليو مهم ډېوټې نه بائيکاټ کولو دهړکه ورکړې

د جنوبې وزيرستان خاصه دار فورس اهلکارو د تنخواه نه ترلاسه کيدو په صورت کښې د پوليو ډيوټې نه بائيکاټ کولو دهړکه ورکړيده

د جنوبې وزيرستان خاصه دار فورس اهلکارو د تنخواه نه ترلاسه کيدو په صورت کښې د پوليو ډيوټې نه بائيکاټ کولو دهړکه ورکړيده۔

نن د تنخواه نه محرومه خاصه دارو ټانک کښې د پوليټکل کمپانډ مخي ته احتجاجي مظاهره کړيده او ويلي دې چې د تيرو درې مياشتو راهسې تنخواه نه محرومه دې کوم له عمله چې سخت مالې ستنځو سره مخ دې۔

خاصه دارو اويل چې د تنخواه نشتوالې له وجې کور کښې د يو شمير ستنځو سره مخ دې نه د ماشومانو سکول فيس ورکولې شې او  نه د کور خرچې دپاره پيسې لرې، دوې حکومت نه غوښتنه اوکړه چې د ماشومانو د مستقبل بچ کولو دپاره دے ورته تنخواګانې ورکړې شې۔

مظاهره کونکې خاصه دار اهلکارو اويل که چيرته د روانې مياشتې پنځوشتمې نيټې پورې ټولو اهلکارو ته تنخواه ور نه کړې شوه نو ټولې ضلعې بندولو سره به د پوليو ډيوټې نه بائيکاټ اوکړې۔

Show More

Related Articles