‘‘زما د ورور قتل کښې منظور پشتن، علې وزير او محسن داوړ شامل دي‘‘

شمالې وزيرستان خيسور سيمه کښې تيره ورځ د نامعلومه کسانو لخوا وژلې شوې حيات نومې ماشوم ماما د قتل دعوه پښتون تحفظ مومنټ مرکزې قيادت باندې شويده

شمالې وزيرستان خيسور سيمه کښې تيره ورځ د نامعلومه کسانو لخوا وژلې شوې حيات نومې ماشوم ماما د قتل دعوه پښتون تحفظ مومنټ مرکزې قيادت باندې شويده۔

ميډېا باندې ورکړې شوې رپورټ ترمخه د شمالې وزيرستان ډپټي کمشنر خپل رپورټ کښې ويلې دې چې د مقتول ورور ګلشن شاد خان عرف پرخے جان د خپل ورور ماتوړکے د قتل دعوه په منظور پشتون، علې وزير او محسن داوړ پشمول د پي ټې ايم شپږ غړو باندې کړيده

د ډې سې رپورټ کښې دا هم ويلې شوې دې چې دوه درې هفتې وړاندې د حيات نومې ماشوم ويډيو مخې ته راغلې وه د کومې په حقله چې دوې  قوم ته رښتيا په ډاګه کول، ولې پښتون تحفظ مومنټ دغه معامله کښې شامل شو او دوې ته ئې خطرناکي دهړکي ورکړې۔

پرخے جان اويل چې رښتيا ويلو باندې د پې ټې ايم غړو له ده وژلې شوې ورور کور ړنګولو هڅه اوکړه او دا چې په نهمه فرورې باندې د لکي مروت نورنګ سيمه کښې دوه موټر سائيکل سورو مه باندې ډزې کړې وې کوم چې زه الله پاک بچ کړل او له دے ورسته په لسمه فرورې باندې زما ورور قتل کړې شو د کوم ذمه وار چې پې ټې ايم قيادت دے۔

د ډپتې کمشنر رپورټ باندې اوسه پورې د پښتون تحفظ مومنټ لخوا څه قسمه غبرګون نه دے راغلې۔

څرګنده دے وې چې قبائلې ضلعې شمالې وزيرستان ميرعلې تحصيل خيسور سيمه تيره ورځ  ناڅرګنده کسانو د حيات نومې ماشوم ماما د کور دننه په ډزو کولو سره وژلې و۔ د پيښې ورسته سيکورټې فورسز او ضلعې انتظامې د پيښي پلټنئ شروع کړې وې۔

ياده دے وې چې څو هفتې وړاندې يوه ويډيو رامخي ته شوي وا کوم کښې چې حيات نومې ماشوم چې تعلق ئي د شمالې وزيرستان خيسور سيمې سره دے په مبينه توګه باندې تور لګولې وو چې سيکورټې فورسز بغير د اجازت نه له دوې کور ته دننه راغلې وو، ولې د ماشوم ماماګانو له دے خبري ترديد کولو۔

Show More

Related Articles