‘‘حکومت د قبائلې طلباو ميډيکل او ډينټل کالجونو کښې سيټونه سيوا کولو په ځې کم کړې شويدې‘‘

د قبائلې ضلعو طالبعلمانو ويلې دې چې د پې ټې آئې حکومت د قبائلې طلباؤ د ميډيکل او ډينټل کالجونو کوټې سيټونه کم کړې دې کوم چې دوې سره ناانصافې ده۔

د قبائلې ضلعو طالبعلمانو ويلې دې چې د پې ټې آئې حکومت د قبائلې طلباؤ د ميډيکل او ډينټل کالجونو کوټې سيټونه کم کړې دې کوم چې دوې سره ناانصافې ده۔

پيښور پريس کلب کښې خبرې غونډي ورسته ټې اين اين سره خبرو کښې د باجوړ ضلعې سره تعلق لرونکې طالبعلم شکور احمد اويل چې د فاټاانضمام نه وړاندې د ټول ملک ميډيکل او ډينټل کالجونو کښې د قبائلې او بلوچستان سره تعلق لرونکې طالبعلمانو اته کم دوه سوا سيټونه وو کوم چې موجوده د تحريک انصاف حکومت کمولو سره نهويشت کړې دې او دا چې دغه نهويشت سيټونو کښې پنځلس د بلوچستان دې۔

ده اويل چې عمران خان د قبائلې طالبعلمانو سره وعده کړې وه چې د قبائلې طالباو د ميډيکل سيټونه به ډبل کوې ولې بده بخته د غبرګولو په ځې د پې ټې آئې حکومت اولټه دغه سيټونه کم کړې دې کوم له وجې چې قبائلې طلبا سخت پريشانه دي۔

د خبرې غونډې په مهال طالبعلمانو وزيراعظم عمران خان نه غوښتنه اوکړه چې د قبائلې طلباو سيټونه دے بيرته بحال کړې شې ګنې هائې کورټ کښې سټے ارډر سره به بنې ګاله او وزيراعظم هاوس مخي ته احتجاجې دهرنې شروع کولو باندې مجبوره شې او دغه دهرنا به غوښتنو پورا کيدو پورې جارې وې۔

بلخوا سنئيټر تاج محمد خان په مشرې د سينټ رياست او سرحدې چارو قائمه کميټې غونډه شويده چې پکښي هغه د قبائلې طالبعلمانو د فاټا انضمام ورسته لسو کالو دپاره د ميډيکل، ډينټل او انجنئيرنګ کالجونو کښې لسو کالو دپاره کوټه ډبل کولو په لړ کښې هائير ايجوکيشن کميشن، پاکستان ميډيکل او ډينټل کونسل ترڅنګ انجنئيرنګ کونسل مشران طلب کړې وو۔ ولې ده بده بخته هغوې کميټې ته نه دې مخامخ شوې۔

سنئيټر تاج محمد خان اويل چې د درې وانړو ادارو مشران کميټې ته نيغ په نيغه نه مخامخ کيدل افسوس وړ خبره ده ولې کميټې د قبائلې طلباو مستقبل بچ کولو دپاره خپل مثبت کردار ادا کوې۔

Show More

Related Articles