د باړه تحصيل دوه لوبغاړي د کړاټو په نړيوال چمپيئن شپ کښې ګمارل شوي، مالي مرستي ته اړتيا لري

ايران ته په تګ د يو لوبغاړي په سر پينځوس زره روپۍ لګښت راځي کوم د دوي د وسه بهر خبره ده که چا ورسره مرسته وکړه نو هيله ده چې د خپل ملک او قام نوم روښانه کړي

د خېبر ضلعې باړه تحصيل سره تعلق لرونکي د کراټو دوۀ زلمي لوبغاړي د نړيوال ايشئين کراټے چمپيئن شپ لپاره منتخب شوي دي۔

د روانې مياشتې په شلمه فرورۍ د ايران په سرښار تهران کښې شروع کيدونکې دغه نړيوال ايشيئن کراټے چمپيئن شپ کښې د باړۀ تحصيل برقمبرخيلو دوۀ لوبغاړي سجاد آپريدي او محمد بني آپريدي په نړيوال سيالو کښې د برخې اخستو لپاره ګمارل شوي خو ولې د غربت له وجې دغه لوبغاړي د مرسته کونکي په لټون کښې دي څوک چې د دوي سره په سفري تګ کښې مالي مرسته وکړي۔د مقامي ذرائعو ترمخه دواړۀ لوبغاړو په نړيوال مقابلو کښې د برخه اخستو لپاره د سيمي سياسي او سماجي مشرانو پشمول پخوانې اميدوارنو پسې تلي دي چي دې لړ کښې دوي سره مالي مرسته وکړي خو ولې چا هم د دوي خبره نه ده اوريدلي د کومې په وجه چې دواړه لوبغاړي د خپل صلاحيت ضايع کيدو په اړه انديښمند شوي دي۔دوي وائي چي ايران ته په تګ د يو لوبغاړي په سر پينځوس زره روپۍ لګښت راځي کوم د دوي د وسه بهر خبره ده که چا ورسره مرسته وکړه نو هيله ده چې د خپل ملک او قام نوم روښانه کړي۔

 

Show More

Related Articles