لاړکانه: باجوړ سره تعلق لرونکې مزدورانو قتل تور کښې څلور ملزمان نيولې شوې

د سندھ صوبې لاړکانه ضلع کښې وژلې شوې د باجوړ سره تعلق لرونکي مزدورانو د قتل تور کښې څلور ملزمان نيولي شويدې۔ د لاړکانې پوليس مشر ايس ايس پي مسعود بنګش نيولي شوې ملزمان نن ميډيا ته ښکاره کړيدي

سي جے مصباح اتمانزي

د سندھ صوبې لاړکانه ضلع کښې وژلې شوې د باجوړ سره تعلق لرونکي مزدورانو د قتل تور کښې څلور ملزمان نيولي شويدې۔ د لاړکانې پوليس مشر ايس ايس پي مسعود بنګش نيولي شوې ملزمان نن ميډيا ته ښکاره کړيدي۔

په دے مهال خپله وينا کښې د لاړکانې پوليس مشر ويلي دې چې پنځه ملزمانو کښې څلور نيولې شوې چې نامې ئې هزار خان کيهر، سجاد، عرفان کيهر، سجاد اګاني او لقمان پهلپوټو دې۔

پوليس مشر ويلي دې چې ياد ملزمان د سې سې ټې وې کيمرو د ريکارډنګ او موبائل فون ډيټا په مرسته نيولې شويدې او ملزمانو په لساني بنيادونو فسادات کول غوښتل۔

او دا چې ملزمانو نه ورداتو کښې استعمال شوې وسله او موټر سائيکلي برآمد کړي شويدې، ايس ايس پي مسعود بنګش د ميډيا غړو ته ويلي دې چې څلور وانړه ملزمانو وړاندې هم د داسې قسمه وارداتو کولو اعتراف کړيدې۔

ضلعې پوليس مشر زياته کړي چې ملزمانو ته به د افغانستان نه وارداتو کولو دپاره هدايات ترلاسه کيدل او دا چې د يو مخرور ملزم بادشاه شيخ د نيولو دپاره هلي ځلي رواني دي او ډير زر وو نيولي شې۔

څرګنده دي وي چې د تيرې مياشتې (فروري) په ديارلسمه نيټه د لاړکانې نوډيرو سيمه کښې دے ملزمانو يوه رکشه باندې ناتاره ډزې کړي وې چې په نتيجه کښې ئي قبائلې ضلعې باجوړ سره تعلق لرونکې درې مزدوران وژل شوي وو۔

Show More

Related Articles