‘‘شمالې وزيرستان دورې په مهال به د وزيراعلې ته لاره تړو‘‘

د شمالی وزیرستان تکه پیکټ کجوري پۀ مقام  د شمالی وزیرستان او ایف ار بنو خاصه دارو ډول پۀ غږ  جرګه کړې او د پولیس د پاره یې احتجاج پۀ توګه  د بنو میرام شاه سړک  تړلې وو

د شمالی وزیرستان او ایف ار بنو خاصه دارو پرېکړه کړې چې د شمالی وزیرستان د دورې پۀ مهال به  د خیبر پښتونخوا وزیراعلی  محمود خان ته د بنو میرانشاه سړک د احتجاج پۀ توګه تړي، او هیچا ته به شمالی وزیرستان ته د تلو اجازه نۀ ورکوي.

د شمالی وزیرستان تکه پیکټ کجوري پۀ مقام  د شمالی وزیرستان او ایف ار بنو خاصه دارو ډول پۀ غږ  جرګه کړې او د پولیس د پاره یې احتجاج پۀ توګه  د بنو میرام شاه سړک  تړلې وو.

خاصه دارو دا حکومت نه  غوشتنه کوله چې لا خو دې د دوۍ سره پۀ منل شوو دوه ویشتو نکاتو پۀ سم لاسی توګه عمل وکړې شي او لا دې  پۀ خپل زوړ حثیت پاتې شي۔

دټولو قبائیلی سیمو د خاصه دارو کمیټئ چیرمین صوبیدار میجر سید جلال اوئیل که خاصه دار فورس پۀ شکل کښې د دوئ پلارونو نیکو او دوئ پۀ خپله ډېرې قربانئ ورکړې دی او دا چې موجوده حکومت د دوئ بدل د دوی د حثیت او شناخت ختم کولو پۀ شکل کښې کوې  کوم منل ته چې دوي پۀ یو صورت هم تیار نۀ دي

د احتجاجی جرګې ګډون والو دا پرېکړه وکړه چې پۀ نهه نیټه به دوۍ د احتجاج پۀ مهال د وزیراعلی خیبر پښتونخوا د پاره لاره تړي.او پۀ دولسمه نیټه به د راتلونکی لایحه عمل د پاره باغ ناران پېښور کښې د ال فاټا حاصه دارو لویه جرګه کولی شی.

Show More

Related Articles