باجوړ کښې لشمينا رنځ د وباؤ شکل اختيار کړې، د مريضانو شميره تر څلورو زرو ته رسيدلي

د قبائلي ضلعي باجوړ اولس د حکومت نه کلکه غوښتنه کړې چي باجوړ او له هغې سره تړلې شوي مومند او دير ضلع کښې په ليشمينا رنځ باندې د قابو موندلو لپاره د ويکيسن فراهمۍ ترڅنګ کوټلي ګامونه پورته کړي۔

د هسپتال ذرائعو ترمخه د لشمينيا رنځ ښکار شوي مريضونو کښې پرله پسي زياتوالې کيږي چې ترمخه ئې د متاثره شوي مريضانو شميره تر څلورو زرو ته رسيدلي ده۔

څرګنده دي وي چې قبائلي ضلع باجوړ کښې لشمينا رنځ د وباؤ شکل اختيار کړې چي له وجې د ماشومانو پشمول ګڼ شمير ښځي او مشران متاثره شوي دي۔

دمقامي خلکو ترمخه د رنځ وبائي شکل او د ويکسين نشتوالي په وجه جنورۍ کښې د پاک پوځ په مرسته يو هنګامي کيمپ لګولې شوې ؤ چې پکښې پينځه سوۀ مريضانو ته ويکسين ورکړې شوي ؤ۔

هغوي وويل چې د اوږدي مودې راهسې روان رنځ په وجه د مريضانو شمير سيوا شوي او دا چې د صحت محکمې لخوا ورته يواځې د دوه سوۀ مريضانو ويکيسن ورکړې شوي ؤ کوم د دوي لپاره ناکافي دي۔

دوي د پيښور کور کمانډر پشمول د صحت محکمي د چارواکو نه غوښتنه کړې چې بايد هغوي د دوي لپاره د ويکسين بندوبست کولو سره سره هغې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي۔

Show More

Related Articles