د قبائلي ضلعي کرم په خپه معذوره رائف جان مزدورۍ ته ملا تړلي

 د قبائلي ضلعي کرم بو شهرے سيمي ځوان رائف جان په يو خپه معزوره کيدو روسته هم حوصله نه ده بيللي او محنت مزدورۍ ته ي ملا تړلي ده۔

سي جے نور کلام

د قبائلي ضلعي کرمي بو شهرے سيمي ځوان رائف جان په يو خپه معزوره کيدو روسته هم حوصله نه ده بيللي او محنت مزدورۍ ته ي ملا تړلي ده۔

د ټي اين اين سره مرکه کښې رائف جان نومي يو ځوان وئيلي دي چي د بد امنې په ورځو کښي کال دوه زره نهم کښي د يوې بمي چاودنې په ترڅ کښې  ژوبل شوے وو،  او وائي چي په دغه پيښه کښي خو ژوندي پاتي شو ولي يوه پښه ي د ډيره خرابيدو له عمله  پريکړي شوي ده او اوس ټول عمر دپاره  معذورې سره مخ دې۔

رائف جان ګيله کوي چي په نامه کښي د معمولۍ غلطي لکبله د حکومتې مالې مرستې نه چارواکو محرومه پاتې کړيدے، خپلو خبرو کښې دۀ اويل چې په قامې  شناختي کارډ کښي نوم رائف جان دي خو چي کله حکومت د چاودنې متاثره کسانو ته امداد پيسو چيکونه ورکول  نو په کاغذونو کښي ي نامه تشه رائف ليکلي وه د کومې له وجې چې ورته امدادې پيسې ندې ورکړي شوي۔

قبائلې ځوان رائف جان وائي چي د کورنې خيټې پاللو دپاره خوارې مزدورې کوې  او د لرګو په يو ګودام کښي د سحر نه تر ماښام پورې لرګې چاوې  او معاوضه کښې ورته  سل دوه سوا روپۍ دياړې  ميلايږې کوم باندي چي د دوي ګزران کول ډير ګران وې۔

رائف جان حکومت او اعلي چارواکو ته نه غوښتنه کوې چې مالې مرسته دے راسره اوکړي شې چې سره د کورنې مې ژوند کښې آرام راشې او د بچو ضروريات مې پرې پورا شې۔

Show More

Related Articles