قبائلې ضلعو کښې سول عدالتونو خپل کار پيل کړو

نن نه دغه سيمو کښې اته ويشت جوډيشل افسرانو د کيسونو اوريدل پيل کړيدي

قبائلې ضلعو کښې په ړومبئ وار سول عدالتې نظام خپلي چارې پيل کړي دې نن نه دغه سيمو کښې اته ويشت جوډيشل افسرانو د کيسونو اوريدل پيل کړيدي۔

د ميډيا رپوټونو ترمخه پيښور هائې کورټ دے لړ کښې ټول انتظامات ترسره کړيد دې او د جوډيشل افسرانو سره اتلس پراسکيوټر هم تعينات کړې شويدې۔

د نوې عدالتو جوړښت سره په لويه شميره کښې مقدمې د پوليټکل انتظامې نه عدالتونو ته منتقل کړي شويدې، د پيښور هائي کورټ رجسټرار د سرکلر ترمخه شاهد خان ډسټرکټ اينډ سشن جج خيبر، نصرالله خان باجوړ، صلاح الدين خان د قبائلې ضلعې کرمې دا رنګ کريم ارشد د جنوبې وزيرستان، اصغر شاه د اورکزئي، اسد حميد د مومندو او ممريز خان شمالې وزيرستان کښې تعينات کړې شويدې۔

رجسټرار ويلې دې چې ټولو ججانو قبائلې ضلعو کښې نن نه په عملې توګه د مقدمو اوريدنه شروع کړيده، اوس به په ړومبي ځل قبائلې اولس خپل کيسونو سول کورټس کښې جمع کولې شې۔

د مقامې زريعو ترمخه قبائلې ضلعې خيبر کښې جوړ عدالت ړومبي کيس اوريدنې په مها د ګورنمنټ ډګرې کالج لنډي کوتل پرنسپل ته نوټس ورکړيدي۔ او عدالت دے لړ کښې د سرکارې کالج پرنسپل نه د راتلونکي زيارت ورځي پوري جواب طلب کړېدې۔

څرګنده دې وې چې دے لړ کښې د جنوبې وزيرستان دپاره ټانک کښې، شمالې وزيرستان دپاره بنو کښې، د خيبر دپاره حيات اباد پيښور کښې، باجوړ دپاره تيمر ګره کښې، مومندو دپاره شبقدر چارسده کښې، اورکزو دپاره کوهاټ کښې او کرمې دپاره هنګو کښې سرکارې ودانې مختص کړي شويدې ولي ورسته به ټولو ضلعو کښې په باقاعده توګه سرکارې ادارې جوړا ولې شې او ټول نظام به هلته منتقل کولې کيږې۔

Show More

Related Articles