‘د شلمان لاره دې په سمدستې توګه تګ راتګ دپاره پرانستل شې‘

د خيبر ضلعي لنډي کوتل اوسيدونکو د شلمان نه ورسک پيښور پوري سړک د پرانستلو غوښتنه کړي ده

محراب شاہ آفریدی

د خيبر ضلعي لنډي کوتل اوسيدونکو د شلمان نه ورسک پيښور پوري سړک د پرانستلو غوښتنه کړي ده۔

نن د لوئے شلمان مشرانو او ريټائرډ صوبيدار ملک حاجي عبدالجلال شلمانی په مشرۍ کښي د لنډي کوتل پريس کلب کښي خبر غونډے ته وئيلي دي چي د لوئے شلمان نه تر پيښور ورسک پوري سړک د هر قسمه تګ راتګ دپاره دے پرانستل شي کوم چي شل کلوميټره پوري دي خو ولي د دغه سړک د بنديدو په وجه دوي دغه مزل د لنډي کوتل نه تر پيښور په لاره سل کلوميټر ته رسې  کوم چي دوي سره د حکومت لخوا ناانصافې ده ۔

دۀ خبرې غونډې ګډونوالو دا هم اويل چې چي د لوئے شلمان اوسيدونکي زياتره د ايف سي او خاصه دار فورس نه ريټائرډ ملازمين دي او دوي ټول عمر د ملک خدمت کړي دي او بيا هم  د بنيادي او انساني حقونو نه محرومه پاتي شوي دي۔

دوياويل چي په لوۓ شلمان کښي نه ډاکټر شته ، نه ګائناکالوجسټ،ايل ايچ وي او دے سره  د جينکو او هلکانو کالجونو نه هم محرومه دي۔

مشرانو اويل چې د سړک بنديز له عمله دوې ته مريض وړلو په وخت ډيرې ستنځي ورپيښې وې او د سيمې طالبعلمان هم تعليمې ادارو ته تلو په وخت د يو شمير ستنځو نه تيريږي۔

مشرانو د صوبائې حکومت او خيبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان نه غوښتنه اوکړه چي د طورخم په شان دي دوي ته هم د لوئے شلمان لاره پرانستي شي۔دوي دهړکه ورکړه که چري د دوي دا خبره اونه منلي شوه نو په قامي کچ په احتجاج کولو مجبوره شي۔

Show More

Related Articles