ليويز او خاصه دارو ته پوليس فورس اختيارات ورکړي شويدي

 د خيبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان د ليويز او خاصه دار فورس آرډيننس کال دوه زره نورلسم منظورې ورکړيده۔ د نوې آرډيننس لاندې قبائلې ضلعو کښې ليويز او خاصه دار فورس ته پوليس اختيارات ورکړي شوېدې

 د خيبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان د ليويز او خاصه دار فورس آرډيننس کال دوه زره نورلسم منظورې ورکړيده۔ د نوې آرډيننس لاندې قبائلې ضلعو کښې ليويز او خاصه دار فورس ته پوليس اختيارات ورکړي شوېدې۔

د خيبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان تيره ورځ د دوه وو آرډيننس منظورې ورکړېده کوم چې ورسته د نورې کاروائې دپاره د خيبر پښتونخوا وزيراعلې ته استولې شوې۔

صوبائې حکومتنوې  آرډيننس د خاصه دار او ليويز  فورس پوليس کښې ضم کولو دپاره تيار کړيدې د کومې منظورې چې تيره هفته دۀ کابيني هنګامې غونډه کښې ورکړې شويده۔

تيره ورځ د وزيراعظم مشير ارباب شهزاد په مشرې کښې شوې غونډه کښې د منظورې ورسته په فورې توګه ګورنر ته استولو امر شويدې۔

ګورنر شاه فرمان هم د دوارو آرډيننس منظورې ورکړيده د کومې اطلاق چې په قبائلې ضلعو باندې شويده۔ څرګنده دې وې چې ليويز او خاصه دار د انضمام په معامله د پوليس او بيوروکريسې اختلافات روان دې او آرډيننس لاندې به د ليويز فورس خپل ډي جې او ډپټي ډائريکټر جنرل وې او دا چې دوارو افسرانو تعلق به د پوليس محکمې نه وې۔

دا رنګ هره قبائلې ضلع کښې به د ليويز فورس مشر ډې پې او وې او له دے ورسته به دوارو فورسونو اهلکار مرحله وار پوليس کښې ضم کولې شې۔

Show More

Related Articles