‘‘مې مياشتې نه وړاندې به قبائلې ضلعو کښې صوبائې اسمبلې انتخابات کولې شې‘‘

غونډه کښې د قبائلې ضلعو په حقله مهمې فيصلې شويدې، چې ترمخه به ئي خيبر پښتونخوا اسمبلې کښې قبائلې ضلعو ته پنځه مخصوص نشتونه ورکولې شې

د خيبر پښتونخوا کابينې قبائلې ضلعو کښې د صوبائې اسمبلې شپاړلس نشتونو باندي د مئې مياشتې نه وړاندې انتخابات کولو فيصله کړيده۔ د خيبر پښتونخوا کابينې غونډه نن د وزيراعلې محمود خان په مشرې کښې شوې چې پکښې صوبائي وزيرانو پشمول اعلې انتظامې افسرانو ګډون کړېدې۔

غونډه کښې د قبائلې ضلعو په حقله مهمې فيصلې شويدې، چې ترمخه به ئي خيبر پښتونخوا اسمبلې کښې قبائلې ضلعو ته پنځه مخصوص نشتونه ورکولې شې۔

کابينې فيصله کړي چې قبائلې ضلعو دپاره چې نزدې ضلعو کښې کوم عدالتونه جوړ شوې دغه به صرف دوه مياشتو پورې کار کوې او له دے ورسته به په مستقل توګه متعلقه قبائلې ضلع کښې عدالتونه جوړولې شې۔

د هرې قبائلې ضلعې ډپټې کمشنر به د عدالتونو ودانې جوړدو دپاره د موزو ځائې انتخاب کوې دے نه علاوه دا فيصله اوکړه چې په ړومبي وار کښې قبائلې ضلعو کښې اووه سيشن او پنځويشت ايډيشنل عدالتونه شامل دې او له دے ترڅنګ ړومبي وار کښې نورلس پبلک پراسيکيوټرز يعنې سرکارې وکيلانو به هم تعينات کولې شې۔

اجلاس کښې د ايف سې آر فيصلو دپاره په درې ججانو مشتمله کميټې هم جوړا کړي شوې کومه به چې لس ورځو کښې دننه رپورټ وړاندې کوې۔

صوبائې کابينې قبائلې ضلعو کښې په رومبي وار کښې درې سوا درې نوې پوليس اهلکار تعينات کولو منظورې ورکړيده او دا چې ليويز او خاصه دار فورس اهلکار به دوې سره مرسته کوې او د متصل ضلعې پوليس افسر ( ډې پې او) به د ټولو چارو څارنه کوې۔

غونډه کښې او ويلې شو چې قبائلې ضلعو کښې وړاندې نه موجود ديارلس حوالاتو ته د سب جيل درجه ورکړې شوي او دے دپاره به يو سل دوه پنځوس اهلکار تعيناتي عمل کښې راوستلې شې۔

صوبائې کابينې فيصله اوکړه چې قبائلې ضلعو کښې به د بلدياتې عمل دپاره اووه سوا دوه ويلج او نيبر هوډ کونسلې جوړولې او دے سره به پنځويشت تحصيل ميونسپل ايډمنسټريشنز هم جوړولې شې او دے نه علاوه د لوکل ګورنمنټ ايکټ کال دوه زره ديارلس کښې به شپاړلس بدلونونه کولې شې۔

Show More

Related Articles