اورکزئې: سلګونو جينکې سکول نشتوالې له امله تعليم نه محرومه

مقامې اولس وائې چې د سيمې ابادې قريبا پنځه زره کورنې ده ولې دومره لوئې ابادې دپاره سکول نشته دے

سې جے محمد نواز اورکزئې

قبائلې ضلعې اورکزئې حسن زئې سيمه کښې د جينکو يو سرکارې سکول نشته دې چې له امله ئي جينکې تعليم ترلاسه کولو نه محرومه دې۔

مقامې اولس وائې چې د سيمې ابادې قريبا پنځه زره کورنې ده ولې دومره لوئې ابادې دپاره سکول نشته دے او په يوشتمه پيړې کښې له دوې ماشومانې د تعليم په رنګ بنيادې انسانې حق نه محرومه دې۔

ټې اين اين سره خبرو کښې آصف خان نومې ځائې کس اويل چې په دے جديد دور کښې ماشومانې د تعليم نه لري ساتل کيږي کوم چې د جهالت د دور خاطرې تازه کوې۔ ده حکومت نه غوښتنه اوکړه چې د سيمې جينکو د مستقبل بچ کولو په خاطر دې حکومت دے علاقه کښې جينکو سکول جوړ کړې چې د قبائلې سيمې دا بې وسه خو ذهينې ماشومانې د ملک په ترقې کښې خپل کردار وو لوبه وې۔

د سيمې د خيرخيګړې تنظيم او آر ايم مشر محمد عثمان په دے اړه اويل چې سيمه کښې د جنکو سکول نشته دے او دومره وس نه لرو چې لرې پراتو علاقو ته خپلې ماشومانې تعليم دپاره وو ليږو، ده اويل چې د سکول نشتوالې له وجې په سلګونو ماشومانې تعليم نه محرومه پاتې دې کومه چې ډيره د انديښنې وړ خبره ده۔

ټې اين اين سره خبرو کښې اته جلنې مروا ويلې چې د تعليم ترلاسه کولو ډير شوق لرې ولې علاقه د تعليمې ادارې نشتوالې له وجې ئي دغه ارمان نيمګړې پاتې دې، ماشومه وائې چې دا لوئي ارمان دې چې اعلې تعليم ترلاسه کړم د خپل ښوږ ملک پاکستان نامه روښانه کړم۔

Show More

Related Articles