لوي شلمان کښې د نهم او لسم پينځلس زده کونکي د امتحان نه محرومه شوي

د خيبرضلعې لوې شلمان په ګورنمنټ هائي سکول کښې د نهم او لسم جماعت شاوخوا پينځلس زده کونکي د امتحان نه  محرومه شوي دي۔

لنډيکوتل پريس کلب کښې د پريس کانفرنس په مهال د لوې شلمان ولي محمد کور سرکاري سکول زده کونکو وينا وۀ چې په ياد سکول کښې له هغوي نه د بورډ داخلې او رول نمبر په نامه د يو تن نه دوۀ ويشت سوۀ روپۍ اخستي شوي خو ولې چې  کله د امتحان ورځي راغلې نو د سکول د چارواکو لخوا ورته وويل شو چې د بورډ لخوا د هغوي رول نه دې استولې شوي چې له وجې ئې دوي د امتحان ورکولو نه محرومه شوي دي۔

د کليز امتحان نه منع کړې شوي زده کونکو کښې د نهم جماعت څلور ولې د لسم يولس زده کونکي شامل دي څوک چې د امتحان نه ورکولو له وجې د خپل مستقبل په اړه انديښمن دي۔

د امتحان نه محرومه زده کونکو کښې نصيرالله، خليل الله، خضرت الله او د واجد الله پشمول نورو وويل چې د ولې محمد کور سرکاري هائي سکول انچارچ هيډ ماسټر د بي غوري له وجې د دوي يو کال ضائع شوې بايد حکومتي د پيښور بورډ چارواکي د هغه په ضد سمدستي ايکشن واخلي۔

د زده کونکو کورنيو لخوا د لوي شلمان د ياد سکول په انچارج هيډ ماسټر دا تور پورې شوي چې ګنې هغۀ دا کار قصدن کړې چې له وجې ئې د دوي د ماشومانو يو کال ضائع شوي دې۔

دوي دهړکه ورکړې که چې ماشومانو ته ئې د امتحان ورکولو موقع ورنکړې شو نو پي ضد ئې د پيښور بورډ پشمول د ګورنز هاؤس مخي ته احتجاجي مظاهره کوي۔

Show More

Related Articles