جمرود کښې دوۀ ماشومان مړۀ، کاټلنګ کښې زنانۀ په سړک ماشوم زيږولې

د ډاکټر ايوب آپريدي په وينا د هغوي لخوا د پيښې پلټنو لپاره يو کميټي تشکيل شوي کومه به چې ډير زره د پيښې اصلي حقيقت رامخي ته کړي

د خيبرضلعې په جمرود هسپتال کښې د پيدائښت په مهال دوۀ ماشومان مړه شوي ولې بلخوا کاټلنګ کښې زنانه په سړک ماشوم زيږولې دې۔

د هسپتال ذرائعو ترمخه نن د ماشومانو پيدائښت نه وړاندې د دواړۀ زنانو علامج د جمرود هسپتال په ليبر روم کښې روان ؤ چې دغه مهال  دوۀ ماشومان د زيږدو ورسته سمدسته مړه شوي دي۔

بلخوا د مړۀ شوو ماشومان کورينۍ تور پوري کوي چې د ماشومانو پيدائښت په مهال په هسپتال کښې داکټره موجود نه ؤ او يوې نرس په يواځې دواړه زنانؤ ته ابتدائي مرستي ورکولي هغوي ويلي د دواړو ماشومان مړينه د ډاکټرې د بي غورۍ له امله رامخي ته شوي ده۔

د ذرائعو په وينا د ماشومانو د مړينۍ خبر ترلاسه کيدو سره سم د صحت ضلعي افسر ډاکټر ايوب آپريدي ناڅاپي د هسپتال دوره کړې او په ليبر روم ئي چهاپه وهلي چرته چې د ډاکټرۍ د موجودګۍ پخلے شوې دې۔

د ډاکټر ايوب آپريدي په وينا د هغوي لخوا د پيښې پلټنو لپاره يو کميټي تشکيل شوي کومه به چې ډير زره د پيښې اصلي حقيقت رامخي ته کړي۔

بلخوا د مردان ضلعې په کاټلنګ ډي کيټګري هسپتال کښې د زنانه ډاکټرانو د بي غورۍ له وجې زنانه په سړک کښې ماشوم زيږولې دې۔

د کاټلنګ غاله سيمې اوسيدونکي زنانۀ خاوند سبحان ترمخه هغه نن خپله کوردودانه د ناروغۍ په حالت کښې ډي کيټګري هسپتال ته رسولي چرته چې په هسپتال کښې موجود زنانؤ ډاکټرانو هغه ته خپل مريض نجي هسپتال ته د وړلو ويلي ؤ۔

هغه وويل چې کله ئي خپل کورودانه  مردان ميډيکل کمپليکس ته رسولو نو دغه مهال په لاره د هغه ميرمين ماشوم زيږولې دې۔

سبحان د کاټلنګ هسپتال په ډاکټرانو د تور لګولو سره وويل چې هغوي د پيسو په غرض هغه ته خپل مريض نجي هسپتال ته د وړلو ويلي ؤ بايد د صحت وزير، سيکټري او جي ډي هيلتھ  خپله د پيښې نوټس واخلي۔

Show More

Related Articles