د پيښور کور کمانډر د خاصه دار او ليويز فورس غوښتني منلي

د خيبرپښتونخوا پيښور کور کمانډر لخوا د قبائلي ضلعو خاصه دار او ليويز فورس غوښتنې منلې شوي دي۔

د آل خاصه دار ليويز فورس تنظيم د کور کميټۍ چئيرمين سيد جلال ميډيا سره خبرو کښې وويل چې د کور کميټۍ غړو په پيښور کښې د کور کمانډر سيد مظهر شاهين سره ملاقات کړې چرته چې کور کمانډر د دوي غؤښتني منلي دي۔

سيد جلال وويل چې د کور کمانډر لخوا دوي ته د هر ډول مرستي کولو باور ورکړې او ويل شوي دي ورته چې غوښتني د صوبائي حکومت په وړاندې ايښودې شي د کوم لپاره سيد مظهر شاهين د خاصه دار ليويز فورس نه تر شلم مارچ پوري مهلت غوښتلې دې۔

ده وويل چې د کور کمانډ سره د ملاقات ورسته په ډي چوک نن کيدونکي دهرنا ځنډولي خو ولې خاصه دار او ليويز به خپل احتجاج تر شلم مارچ پوري جاري ساتي۔

بلخوا د خيبرپښتونخوا پي سي ايس افسر ايسوسي ايشن لخوا د فاټا انضمام نه پس  خاصه دار او ليويز فورس برقراره ساتلو  د حمايت اعلان شوې دې۔

د ټي اين اين نمائنده ترمخه دي لړ کښې د پي سي ايس افسر ايسوسي ايشن لخوا د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان، ګورنر شاه فرمان، چيف سيکرټري او د سيکرټري هوم پشمول ټرائبل آفيئرز ته حط استولې دې۔

حط کښې ويل شوي چې د خيبرپښتونخوا ګورنر تيرو ورځو کښې د ليويز او خاصه دار په آرډيننس باندې لاس ليک کړې د کومې ترمخه چې په ټولو قبائلي ضلعو کښې د ليويز او خاصه دار فورس ته د پوليس واک سپارل شوې دې۔

حط کښې دا هم ويل شوي چي ليويز او خاصه دار فورس د جبري برطرفيو په ضد ځاي په ځاي احتجاجونه هم شروع کړې ولې له دې ترڅنګ ئې د پوليو مهم په مهال د ډيوټي ترسره کولو نه هم انکار کړې دې۔

Show More

Related Articles