قبائلې اولس ټول ملک دپاره قربانې ورکړېدې: عمران خان

وزيراعظم عمران خان ويلې دې چې پاک فضائې دښمن ته سبق ښودلې دې، دشمن دې د امن پاليسې نه غلط مطلب نه اخلې

وزيراعظم عمران خان ويلې دې چې پاک فضائې دښمن ته سبق ښودلې دې، دشمن دې د امن پاليسې نه غلط مطلب نه اخلې۔

نن قبائلې ضلعې باجوړ کښې يوې لوئې اولسې جلسې ته وينا کولو په وخت وزيراعظم عمران خان اويل چې هندوستان کښې يوه سياسې پارټې د خپلو مفادو دپاره منتقه کښې جنګ ماحول جوړ کړيدې، وزيراعظم اويل چې د بهارت اليکشن پورې ټول قوم ، سيکورټې فورسز او په خصوصې توګه قبائلې اولس ته چمتو اوسيدل پکار دې ولې چې دښمن هيڅ پته نه لږې۔

د ګاونډې اسلامې هيواد افغانستان په اړه وزيراعظم اويل چې هلته د امن ورځې راروانې دې او د افغانستان راتلونکې حکومت کښې به د ټولو ډلو برخه وې۔

وزيراعظم اويل چې د ملک دوه سياسې پارټو د ملک معاش ته ډېر ځيان رسولې دې، چه چې دملک  شپږ زره  اربه قرضه خپل دور کښې ديرش زره اربه روپو ته رسولې ده، ده اويل چې جمهوريت ته څه قسمه خطر نشته دے بلکه خطره هغه خلقو ته ده چه چې ملک لوټلې دې او دا چې په هر حالت کښې به د کرپټ خلقو احتساب کولې شې۔

عمران خان اويل چې قبائلې سيمې ډيرې د سخت وخت نه تيرې شوې او اوس دلته د امن خوشحالې ورځې راروانې دې، وزيراعظم د سند او بلوچستان صوبو حکومت نه غوښتنه اوکړه چې اين ايف سې ايوارډ کښې د خپلې برخي نه درې فيصده قبائلې ضلعو ته ورکړې ولې چې دے اولس د ټول ملک د دپاره قربانې ورکړيدې۔

خپله وينا کښې وزيراعظم عمران خان د باجوړ ضلعې دپاره يو شمير ترقياتې منصوبې اعلان کړېدې چې پکښې د سيمې ځوانانو ته روزګار ورکولو دپاره دوه ارب روپې د کوم لاندې چې به ځوانانو ته کاروبار شروع کولو دپاره بغير د سود نه قرضي ورکولې شې۔

دے نه علاوه د ضلعې د هرې کورنې ته به صحت کارډ ورکولې شې کوم باندې چې به د اووه لاکه شل زره روپو کښې هر ځې کښې علاج کولې شې۔

عمران خان د باجوړ ضلعې دپاره د ورکوټې کارخانو لګولو دپاره د انډسټريل زون جوړولو اعلان اوکړو او ئې ويل چې د ضلعې ځوانانو ته به فنې تربيت يعنې هنر ښودلې شې کوم دپاره چې به سنټرې جوړولې ، او دا چې باجوړ کښې به  د فاټا يونيورسټې د کيمپس هم جوړولې شې۔

وزيراعظم عمران خان خپلو خبرو کښې زياته کړې چې خاصه دارو او ليويز ته خپل مستقبل باره کښې هيڅ فکر نه دې پکار، له دوې تنخواګانې او مراعات په زياتولې شې او له دوې سروس سرکچر جوړولو باندې کار روان دې۔

Show More

Related Articles