د خيبر ضلعې محمد عاصم په انځورګرۍ کښې غوره پوزيشن ترلاسه کړے

محمد عاصم وويل چې هغه له دې وړاندې په اسلام آباد کښې هم د خطاطۍ په مقابلو کښي برخه اخستي ده

د خيبر ضلعې سره تعلق لرونکي د اتم ټولګي زده کونکي محمد عاصم په وړومبي قامي پشکلاوتي پينټګ( انځوګرۍ) ګيليګرافي او ايګزبيشن کښې غوره پوزيشن ترلاسه کړے دے۔

د چارسدې په عبدالولي خان پوهنتون کښې تيره ورځ ترسره شوي پينټګ سيالو کښې د پاکستان پشمول د سعوديه عرب، هند، بنګله ديش اود کينډا فن پارے نندارې ته ايښودې شوي وې۔

د غيرسرکاري سکول د اتم جماعت زده کونکي محمد عاصم ټي اين اين ته وويل چې په يادو سيالو (مقابلو) کښې خواشا دري سوه کسانو ته انعامونه ورکړې شوي په کوم کښې چې هغه په پينځلسم پوزيشن نقد انعام، شليډ او سرټيفيکټ ترلاسه کړے دے۔

هغه وويل په عبدالولي خان پوهنتون چارسده کيمپس کښې د انتظامي لخوا انځورګرو ته د خپلو فن پارو جمع کولو لپاره د جنورۍ يو کم دريرشمه نيټه ورکړې شوې وۀ په کومه کښې چې هغه د ټاکلې شوي نيټې پوري خپلي دوۀ فن پارې چې پکښې يو د پيغمبرپاک (ص) او بل د الله پاک په نامو مشتملي وي د سيالۍ لپاره جمع کړې وې۔

محمد عاصم وويل چې هغه له دې وړاندې په اسلام آباد کښې هم د خطاطۍ په مقابلو کښي برخه اخستي ده او دا چې د حيفظ سره سره هغه د خطاطي هنر د خپل استاذ مفتي ضياءالله الرحمان نه زده کړې دې۔

Show More

Related Articles