قبائلي ضلعو خاصه دار او ليويز فورس ماشومانو ته د پوليو څاڅکو اچولو نه نکار کړي

ليويز او خاصه دار فورس لخواه پوليو مهم ته سکيورټي نه ورکولو په وجه راتلونکي د پوليو مهم د متاثره کيدو انديښنه ده۔

قبائلي ضلعو ليويز او خاصه دار فورس راتلونکي د پوليو څاڅکي ورکولو مهم کښي خپلو ماشومانو ته د قطرو ورکولو نه انکار کړي دي۔

د آل فاټا ليويز او خاصه دار فورس چيئرمين صوبيدار ميجر سيد جلال په يو بيان کښي وئيلي دي چي که چري د دوي غوښتني او نه منلي شوي نو د قبائلي ضلعو خاصه دار او ليويز فورس به نه يواځي د پوليو مهم ډيوټۍ نه بائيکاټ کوي ولي دي سره سره به خپلو ماشومانو ته د پوليو د مخنيوي څاڅکي هم نه اچوي۔

صوبيدار ميجر سيد جلال زياته کړي ده چي په قبائلي ضلعو کښي د پوليس فورس بهرتۍ به مخه نيسي ۔

د زريعو ترمخه ليويز او خاصه دار فورس لخواه پوليو مهم ته سکيورټي نه ورکولو په وجه راتلونکي د پوليو مهم د متاثره کيدو انديښنه ده۔

د زريعو ترمخه په ضلعو کښي ديرش زره پوري ليويز او خاصه دار فورس لګولے شوي کوم چي په پوليو مهم کښي د سکيورټي چاري ترسره کوي۔

څرګنده دي وي چي پوليو مهم په پنځويشتم مارچ شروع کيږي۔

بلخواه خيبر ضلع کښي د ليويز فورس او خاصه دار فورس د خپلو غوښتنو په حق کښي احتجاج په نهمه ورځ هم جاري دي د دوي وينا ده چي پولس نظام دوي ته په هيڅ صورت هم نه دي منظور او که پوليس بهرتي کړي شول نو دي سره به دوي بے روزګاره شي۔

 

Show More

Related Articles