د باجوړ يوتھ جرګې څوګند پورته کولو دستوره، مولانا ثناءالله چئيرمين ټاکل شوې

"باجوړ يوتھ  جرګه د چا په ضد نه ده مونږ سره په دې جرګه کښې د ټولو سياسي ګوندونو غړي موجود دي

سي جے اکبرعلي

د باجوړ ضلعې په خار تحصيل کښې د ځوانانو غيرسرکاري تنظيم باجوړ يوتھ  جرګے لخوا د څوګند پورته کولو دستوره ترسره شوي چې پکښې د تنظيم د مرکزي غړو پشمول د نورو سياسي ګوندونو غرو هم ګډون کړے ؤ۔

د څوګند پورته کولو نه پس نوي منتخب شوي چئيرمين مولانا ثناء الله غونډه ته خپله وينا کښې وويل “باجوړ يوتھ  جرګه د چا په ضد نه ده مونږ سره په دې جرګه کښې د ټولو سياسي ګوندونو غړي موجود دي ولې چې سياسي خلکو ته مونږ د خپلو مشرانو او سياسي استاذانو په سترګه ګورو مونږ ټول به په شريکه د باجؤړ د پرمختګ لپاره کار کوؤ”

تيره ورځ ترسره شوي دستوره کښې خصوصي ميلمه اعجاز مومند ويلي مونږ له نن نه څو کاله وړاندې ويلي ؤ چې د فاټا اولس ته دې خپل بنيادي او انساني حقونه ورکړې شي خو ولې د هغه واکمند خلکو زمونږ فرياد نه اوريدو۔

ده وويل چې کله د نيشنل اليکشن پلان اعلان وشو نو دا خبره مخ پر وړاندې راغله چې قبائلي اولس نور په تيارو کښې نه شي ايساريدلې نو ځکه د اوسني وخت واکمندو خلکو فاټا په خيبر پښتونخوا کښې ضم کړې او دلته ئې هغه قانون نافذ کړو کوم چې د ملک په نورو سيمو کښې له تيرو اوويا کالو راهسې دوام لري۔

د فاټا يوتھ  جرګے مرکزي مشرانو هم دستوره ته وينا کړې او ويلي ئي دي د فاټا انضمام نه پس دوي له يو شمير ستونزو سره مخ شوي په کومو کښې چې په اين ايف سي ايواړ کښې د قبائليو لپاره دري فيصده برخه او په پخوانۍ فاټا کښې په وخت د صوبائي او بلدياتي ټاکنو کولو سره دلته کښې نوي نظام نافذ کول شامل دي۔

په دغه مهال د ويناکونکو خلکو لخوا باجوړ يوتھ  ته په خپلو هڅو نيکي پيرزونۍ وړاندې شوي او دوي هيله څرګنده کړي چې ياده جرګه به د اولس ستونزې مخ پروړاندې راوړلو لپاره خپل مهم کردار ترسره کوي۔

Show More

Related Articles