ميرانشاه کښې د شناختي کارډ جوړلو لپاره د موبائل ګاډي بندوبست شوې

د شمالي وزيرستان په ميرانشاه تحصيل کښي د نادرا په دفتر روان کار پائي ته نه رسيدو په وجه د اولس ستونزې ختمولو لپاره د موبائل ګاډي بندوبست شوے دے۔

د مقامي ذرائعو ترمخه د نادرا آفس انچارج نور جمال لخوا اولس ته د شناختي کارډ جوړلو لپاره د موبائل ګاډي بندوبست شوې د کوم سره مقامي اولس ته سهولت ترلاسه شوي ولې چې په سيمه کښې د نادرا افس نشتوالي له وجې به دوي د شناختي کارډ جوړولو لپاره ميرعلي ته سفر کاوۀ۔

د ميرانشاه تحصيل په سيول کالونۍ کښې د موبائل ګاډي سهولت نه ګټه پورته کولو لپاره جوپې جوپې خلک د شناختي کارډ جوړولو لپاره راځي او دا چې په دغه موبائل ګاډي کښې د زنانؤ لپاره زنانۀ چارواکې هم موجود دي۔

د نور جمال ترمخه په ميرانشاه کښې د نادرا په دفتر کار روان دې کوم چې به ډير زر پائي ته ورسيږي هغه وائې په سيمه کښې د دفتر جوړيدو سره به مقامي خلک د ميرعلي او بنو په ځاې په خپله سيمه کښي شناختي کارډ جوړولې شي۔

بلخوا د ميرانشاه اولس د نور جمال په دغه ګام ستائينه کړې يو مقامي تن ملک رحمت الله په خپلو خبرو کښې وويل “مونږ د نادرا افس دغه ګام ستايو او د دوي د چاروکو منندويه يو چې مونږ ته ئي په سيمه کښې د شناختي کارډ جوړولو سهولت راکړو”

Show More

Related Articles