“د قبائلي سيمو مقامي خلک دې په پوليس کښې بهرتي کړې شي “

د دوي بنيادي غوښتنه اتۀ ويشت زرۀ خاصه دار او ليويز په پوليس کښې ضم کول او د هغوي لپاره نوټيفيکيشن جاري کول ؤ کومه چې صوبائي حکومت منلې او په نورو کار روان دے

عثمان خان

د خيبرپښتونخوا حکومت د قبائلي سيمو ليويز او خاصه دار فورس په پوليس کښې ضم کړې زه هليه مند يم چې حکومت په معامله کښې سنجيده دې او د مکمل انضمام لپاره ئې چې کوم شپږ مياشت وخت ورکړې هغې ته به ډير زرعملي جامه په غاړه کوي۔

دې خيالاتو څرګندونه د ليويز او خاصه دارو لخوا جوړۀ کړې شوي کيمټۍ مشر او د پوليس نظام ورسته د شمالي وزيرستان نوې تعينات شوې ډي ايس پي سيد جلال وزير د تي اين اين ځانګرې پروګرام “بدلون” په مهال کړې ده۔

دغه مهال پروګرام کښې د سيد جلال وزير ترڅنګ د قبائلي ضلعې خيبر سره تعلق لرونکي سماجي غړې ډاکټر صبور آپريدي هم د خپرونې برخه ؤ۔

په دې موقع د شمالي وزيرستان ډي ايس پي سيد جلال وزير وويل د دوي د غوښتنو ترمخه به د صوبائي حکومت لخوا اتۀ ويشت زره ليويز او خاصه دار اهلکارو ته د خپل رينک ترمخه څوکۍ ورکولي شي۔

د خيبر ضلعې سماجي غړي ډاکټر صبور آپريدي په خپلو خبرو کښې ټي اين اين ته وويل“کله چې د قبائلي ضلعو په خيبرپښتونخوا کښې د ضم کيدو خبرې کيدې نو دغه وخت دې خبرې ته هم پاملرنه ورکړي کيدې شوۀ چې د فاټا انضمام سره د ليويز او خاصه دار فورس مستقبل تړلې شوې دې“۔

هغه وويل د ليويز او خاصه دارو به ترهغه په پوليس کښې په صحيحي توګه انضمام کيږي کله چې ټولو اهلکارو ته د رينک ترمخه خپلې خپلې څوکۍ وسپارل شي۔

ډاکتر صبور آپريدي د ليويز او خاصه دار فورس د قربانيو اعتراف کولو سره وويل انديښنه ده چې صوبائي حکومت په وقتي توګه ليويز او خاصه دار فورس ته شنه باغونه ښائي خو ولې که په حقيقت کښې داسې وې نو د دې ګام ډيرې انديښمني نتيجې رامخي ته کيدلائ شي

د سيد جلال وزير ترمخه دې لړ کښې دوي د صوبے د پوليس مشر سره ليدنه هم کړې د کومې په مهال چې د بيلا بيلو قبائلي ضلعو اهلکارو ته ډي ايس پيز، ايس ايچ اوز او نور عهدو بيجونه لګولې شوي دي۔

په دغه پروګرام کښې ډاکټر صبور آپريدي په خپلو خبرو کښې وويل چې د قبائلي ضلعو خاصه دار ځواکونو تعليم زده کړې کمي دي که چرې دوي ته د څو مياشتو لپاره په سمه توګه تربيت ورکړې شي او هغه د دې جوګه کړې چې د پوليس په نظام کښې وچليږي” داسې هم نه ده چې ګڼي خاصه دارو ته په مکمله توګه ليک لوست نه ورځي رپورټ خو هغه ليکلې شي او دا چې په خاصه دارو کښې داسې کسان هم شتون لري چا چې د ماسټري ډګرۍ ترلاسه کړي دي“۔

ډاکتر صبور آپريدي د خپل دريځ تائيد کولو سره وويل سيد جلال وزير ويلي که چرې په شروع کښې د کار زده کولو لپاره د ريګولر پوليس نه ايډيشنل ايس ايچ اوز واخستلي شي نو ورسته بيا مقامي اهلکار په دغه څوکۍ تعينات کولې شي۔

هغه وويل زمونږ يوۀ غوښتنه دا هم ده چې په قبائلي ضلعو کښې څومره د پوليس اهلکار لپاره بهرتۍ راځي بايد په هغي کښې مقامي کسان واخستلې شي ولې چې دوي په خپلو سيمو کښې د هر ښه او بد خبره خبر وي او دوي غلط او صحيحي خلک هم سمه توګه پيژندلې شي۔

په قبائلي ضلعو کښې د پوليس مخالف کونکي مالکانانو په اړه ډاکټر صبور آپريدي ويلي چې د دوي بنيادي غوښتنه ځانله صوبه جوړول دي دوي غواړي که چرې څوک په قبائلي سيمو کښې د پوليس نظام راوستل غواړي نو هغه بايد دغه نظام په ځانله صوبه کښې راوستل شي ولې چې د انضمام په صورت کښې دوي ته د پوليس نظام قبول نه دے۔

د خپلو دوۀ ويشت نکاتي غوښتنو په اړه سيد جلال وزير ويلي د دوي بنيادي غوښتنه اتۀ ويشت زرۀ خاصه دار او ليويز په پوليس کښې ضم کول او د هغوي لپاره نوټيفيکيشن جاري کول ؤ کومه چې صوبائي حکومت منلې او په نورو کار روان دے۔

سيد جلال وزير په خپلو پائي خبرو کښې زياته کړې چې په ليويز او خاصه دار فورس کښې داسي کسان هم شته د چا عمرونو چې د شپيته کالو نه سيوا دي بايد د داسې اهلکارو په ځاې د دوي د کورينۍ نور کسان په پوليس کښې بهرتي کړې شي او دا چې حکومت د دوي دا غوښتنه هم منلې ده۔

Show More

Related Articles