قبائلي ضلعو کښې د موبائل او انټرنيټ سروس بحالۍ اولس ته څه ګټه ورکړې ؟

قبائلي ځوانان کولې شي چې د انټرنيټ د لارې ځان له نړۍ خبر کړې او هم د دغه لارې ځانله د نوکرو پشمول په تعليمي هلوځلو کښې مرسته ترلاسه کړي

سلمان يوسفزے

د خيبر پښتونخوا په قبائلي سيمو کښې د موبائل او انټرنيټ سروس نشتوالي له دغه ځاې اولس د ژوند په منډه کښې ورسته پاتي کړې ؤ خو ولي اوس په ځيني ضلعو کښې د موبائل سره سره د انټرنيټ سهولت قبائلي اولس تر ډيره حده مطمئينه کړے دے۔

د ټي اين اين ځانګري خپرونې “منزل په لورکښې د قبائلي ضلعې خيبر سره تعلق لرونکې د تاجر يونين صدر آياز وزير ويلي ” په اوسني دور کښې د کاروبار لپاره د موبائل او انټرنيټ سهولت ډير مهم دې خو ولې له بده مرغه د قبائلي ضلعو اولس له تيرو څه مودې راهسې د دې سهولت نه لرې ساتلې شوي ؤ”

هغه وويل مونږ په قبائلي سيمو کښې د موبائل او انټرنيټ سهولت شروع کول يو غوره ګام دے خو ولې په قبائلي سيمو کښې له دې ترڅنګ د بنيادي سهولتونو لکه سکول، هسپتال او د څښلو اوبو ډير ضرورت دے۔

په دغه خپرونه کښې د قبائلي ضلعو زنانؤ، ماشومانو، ځوانانو او د نرښځيانو حقونو لپاره کارکونکي د خيبر ضلعې زرتاشيه جمال هم برخه اخستي او ويلي ئي دي چې د قبائلي ضلعي کرم او د خبير ضلعې په تيراه کښې د انترنيټ نشتوالې يو لويه ستونزه وۀ خو ولې اوس د موبائل او انټرنيټ سهولت ورکولو سره اولس ته په رابطو کولو کښي آسانۍ په لاس ورغلي دي۔

زرتاشيه جمال وائي د هر څيز ښه او بد اړخ وي،خو قبائلي زده کونکي د صوبے د نورو زده کونکو په شان د تعليمي هلو څلو پشمول په نور يو شمير کارونو کښې ځکه ورسته پاتي شوي چې دوي ته په جديد دور کښي د انټرنيت او موبائل سروس سهولت نه ؤ ترلاسه۔

هغه وائې اوس قبائلي ځوانان کولې شي چې د انټرنيټ د لارې ځان له نړۍ خبر کړې او هم د دغه لارې ځانله د نوکرو پشمول په تعليمي هلوځلو کښې مرسته ترلاسه کړي۔

د زرتاشيه په وينا “د انټرنيټ سهولت سره به قبائلي زنانؤ هم ګټه ترلاسه کړې ولې چې له نورو پيښتنو سيمو په رنګ قبائلي زنانۀ هم د خپل بنيادي حقونو څخه محرومه دي د انټرنيت د لارې دوي کولي شي چې ځان د خپلو بنيادي حقونو څخه خبر کړي”

سيد آياز وزير هم د زرتاشيه جمال د خبري ملګرتيا کولو سره وويل چې زياتره خلک دا ګڼي چې د انټرنيټ له وجې به مو راتلونکې نسل په غلطه لار روان شي خو ولې که چرې مونږ د دي سهولت نه په سمه توګه کار واخلو نو دا زمونږ لپاره د کاميابۍ ذريعه جوړيدې شي۔

د انساني حقونو لپاره مبازره کونکې زرتاشيه په خپلو خبرو کښې وويل چې د موبائل سروس او انټرنيت سهولت سره به يو شميراستاذان او ډاکتران هم د قبائلي سيمو مخه وکړي چې له دې نه وړاندې د سروس نشتوالي په وجه دغلته چا هم ډيوټۍ کولو ته غاړه نه کيښوده۔

زرتاشيه زياتوي چې په سيمه کښې د موبائل سروس سره يو لويه ګټه دا هم ده چې څومره هم قبائلي ځوانان په بهر هيواد کښې مسافر دي هغوي به اوس ډير په آسانه له خپلو کورينو سره خبري اتري کوي ولې چې د سروس نشتوالي په وجه به اکثره د شمالي وزيرستان خلک ډيره اسماعيل خان ولې د باجوړ خلک به تيمرګرې ته د انټرنيټ او ټيلي فون استعمالولو لپاره راتلو۔

که څه هم په نزدې ورځو کښې وزيراعظم عمران خان د قبائلي ضلعو دورې شروع کړې خو ولې له دې نه وړاندې ئې په باجوړ، شمالي وزيرستان او خېبر ضلع کښې د مقامي خلکو په غوښتنه د موبائل سروس سره د انټرنيټ سروس بحالولو اعلان کړې ؤ له کومې ورسته چې په دغه سيمو کښې موبائل سروس او نټرنيټ سروس بحال شوے دے۔

 

Show More

Related Articles