“د صحت انصاف کارډز تقسيم ښه عمل دې، قبائلي سميو کښې دې د هسپتالونو بندوست هم وکړي شي”

يو مريض کولي شي چې د صحت انصاف کارډ د لارې په کال کښې د شپيته زرۀ روپو علاج وکړي او دا چې ځيني مريضان تر درې لکه روپو پورې علاج هم کولې شي

خالده نياز

“د قبائلي ضلعې خيبر د درې واړۀ تحصيلونو ، جمرود سول هسپتال، لنډيکوتل هسپتال او د باړې په ډوګرۀ هسپتال کښې د صحت انصاف کارډز د تقسيم عمل شروع شوے دے”۔

د دې خيالاتو څرګندونه د خيبر ضلعې لپاره د ډسټريبوشن سپروائزر امانت علي د ټي اين اين پروګرام “منزل په لور” کښې د خبرو په مهال کړې ده۔

هغه وويل خيبر ضلع کښې له تيرو شلو ورځو راهسې د صحت انصاف کارډز د ويش عمل شروع شوې چې پکښې تراوسه لسو زرو خلکو ته کارډونه ورکړې شوي دي۔

هغه وويل د کارډونو د تقسيم عمل په شفافه توګه شروع شوې ، مونږ په هر تحصيل کښې بيلا بيلو قامونو ته د کارډ اخستو نيټه ورکړې هغوي کولې شوي چي په ورکړې شوي نيټه خپل کارډونه ترلاسه کړې او دا چې په دغه کارډز د علاج عمل هم شروع شوے دے۔

دغه مهال په قبائلي ضلعو کښې د زنانؤ حقونو لپاره کار کونکي زنانۀ سکينه مومند هم د پروګرام برخه وۀ چا چې په قبائلي ضلعو کښې د صحت انصاف کارډ سهولت يو غوره ګام بللې او ويلي ئي دي ” د صحت انصاف کارډ نه به هله قبائلي اولس استفاده واخلي کله چې هر ضرورت مند ته دا کارډ ورکړې شي”۔

هغي وويل بايد حکومت د انصاف کارډ ورکول نه وړاندې اولس ته د هسپتال او نور د صحت مرکزونو بندوبست وکړې ولې چې د هسپتالونو نشتوالي په وجه قبائلي اولس د صحت انصاف کارډ څخه استفاده نه شي اخستلې۔

سکينه مومند وائي “زه د يو سروے په لړ کښې مومند ضلعې ته ورغلي ؤم ما وليدل چې هلته د يوې زنانه ماشوم پيدا شوي او چې کله هغه زنانۀ غلنئ ته وړل شو نو د نامناسب سهولتونو له وجې هغې په لاره کښې ساه ورکړه”

د امانت علي په وينا د حکومت لخوا صحت انصاف کښې د کاسميټک يا پلاسټک سرجري پشمول د منصوعي اعضا، نفسياتي او جنسي ناروغۍ، او د ګردې پيوند کاري مرضونو د علاج سهولت نه دې ورکړې خو ولې له دې علاوه چې کومې ناروغۍ دې د هغې علاج د کارډ د لارې کولې شي۔

هغه وويل يو مريض کولي شي چې د صحت انصاف کارډ د لارې په کال کښې د شپيته زرۀ روپو علاج وکړي او دا چې ځيني مريضان تر درې لکه روپو پورې علاج هم کولې شي۔

سکينه مومند هيله لري که چرې په صحي معنو د صحت انصاف کارډز د لارې قبائلي اولس د صحت سهولت ورکړې شي نو قبائلي اولس له دې نه ډير ګټه پورته کولې شي ولې چې قبائلي اولس د بدامنۍ او جنګ له وجي ډير ځپلې شوې دې۔

بلخوا امانت وائي چې قبايلي اولس ته دا حق ورکړې شوې چې هغوي  د دې کارډ له لارې د خيبرپښتونخوا په ټولو هسپتالونو کښې خپل علاج کولې شي۔

د امانت علي په وينا يو مريض کولې شي چې په هسپتال کښې د صحت انصاف کارډ لپاره جوړشوي کاونټر باندې دا کارډ او خپل شناختي کارډ وښائي د کومې په وجه چې به دوي ته په علاج کولو کښې ستونزه نه ورپيښږي۔

هغه وويل که چرې د ماشومانو نومونه په کارډ کښې نه وي درج نو د هغه کورنۍ د خپل فارم (بي) ښودلو سره د ماشوم علاج کولې شي۔

امانت علي زياتوي چي د صحت انصاف کارډ له لارې اميد لرونکي زنانه درې ځله هسپتال ته تللې شي د کومې نه چې به د کرايه په مد يواځي زره روپۍ اخستل شي او له دې ترڅنګ که چرې څوک مريض په هسپتال کښې ساه ورکړې نو د هغه د کفن لپاره به لس زرۀ روپۍ هم ورکولې شي۔

Show More

Related Articles