باجوړ کښې د پوليو مانيټرنګ افسر په ډزو وژل شوې

د خيبر پښتونخوا قبائلي ضلع باجوړ کښې د هدفي وژنې په مبينه پيښه کښې د پوليو مانيټرنګ افسر د نامعلومه کسان لخوا په ډزو وژل شوے دے۔

د سرکاري ذرائعو ترمخه د سيسئ ماموند پينځه ديرش کلن عبدالله تيره ورځ د عنايت کلي بازار په لاره کور پله روان ؤ چې دغه مهال د تنئ سيند سره نزدې نامعلومه کسانو په هغۀ ډزې کړي چې له امله ئې هغۀ په موقع مړ شوے دے۔

ذرائعي وائي د پيښې ورسته د ليويز اهلکار د پيښې ځاې ته رسيدلې او مړې ئې د پوسټ مارټم لپاره د خار هيد کواټر هسپتال ته رسولې دې۔

ذرائعي زياتوي ليويز اهلکارو د ملزمانو نيولو لپاره د لټون عمليات هم پيل کړي دي۔

ياده دي وي چې له دې وړاندې مومند ضلع کښې هم واجد خان نومې د پوليو يو اهلکار د اپريل په اتمه نيټه په ډزو وژل شوي ؤ۔

Show More

Related Articles