شمالي وزيرستان کښې په علي وزير او نورو مقدمه درج شوې

د شمالي وزيرستان شيواۀ تحصيل کښې د جلسې په مهال د رياست او ادارو په ضد نعاري وهلي

سي جے بشریٰ محسود

د قبائلي ضلعې شمالي وزيرستان چارواکو د پښتون تخفظ موومنټ ( پي ټي ايم) رهنما او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير پشمول د دولس کسانو په ضد ايف آئي آر درج کړے دے۔

د ضلعي پوليس افسرکفايت الله خان لخوا ميرعلي تاڼه کښې درج شوي آيف آئي ار کښې تور لګول شوې چې علي وزير او د هغه ملګرو د مئ په وړومبۍ نيټه د شمالي وزيرستان شيواۀ تحصيل کښې د جلسې په مهال د رياست او ادارو په ضد نعاري وهلي دي۔

رپورټ کښې وويل شوي چې د نعارو لګولو سره ملکي سلامتۍ ته د زيان رسولو هڅه شوي ده۔

بلخوا د پې ټي ايم غړي او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير دغه ټول تورونه رد کولو سره ويلي چې “مونږ په شيواۀ کښې دغلته د جوړيدونکي ډيم په ضد جسله کړې او د جلسې د لارې مو د اولس ګيلې تر رياسته رسولي دي”۔

هغه وويل جلسه کښې دوي د شيواۀ تحصيل د هغه اولس د احساس محرومۍ ذکر کړې کوم چې د ډيم له وجې متاثره کيدلائ شي ولې چې د ډيم جوړيدو لپاره دغلته د کورونو په سمه توګه سروے نه ده شوې۔

علي وزير زياتوي چې مونږ دا ويلي ؤ که چرې د ډيم له وجې د شيواۀ تحصيل کورونه په اوبه کښې ډوب شوي نو دوي ته په څه ميلاويږي؟

څرګنده دي وي دا وړومبۍ ځل نه دې چې د علي وزير او د هغه د ملګرو په ضد ايف آئي آر درج کيږي له دې وړانډي، بنو، صوابۍ، شمالي وزيرستان، ډيره اسماعيل خان او کراچۍ کښې هم د هغوي په ضد ايف آئي آر شوي دي۔

Show More

Related Articles