،،د ججانوتعياتۍ سره اوس قبائلي اولس نيغ په نيغه د عدالت دروازه ټکوي،،

 

افتخار خان

،،قبائلي ضلعو کښې د ججانو تعيناتي سره د هغه ځائي اولس کښي يو نوئي اميد پيدا شوے دے، زه په خپله قبائلي ضلعي خيبر کښي پريکټس کوم او د تيري يوي هفتي دوران لسو کسانو ته د عدالت نه نيغ په نيغه مرستي ميلاو شوي دي،،

ددي خيالاتو څرګندونه قانون دان وقاص شنواري د ټي اين اين پروګرام بدلون دپينل ډسکشن په مهال کړي ده۔ دغه پينل ډسکشن کښې وقاص شنواري نه علاوه د قبائلي ځوانانو تنظيم صدر خيال زمان اورکزئې او د زانانو لپاره کارکونکي تنظيم د خويندو کور نمائنده لبنۍ حئي هم موجوده ؤ۔

د وقاص شنواري وينا وه چي اول به قبائلي ضلعو کښې د ايف سې آر قانون نافذ ؤ او اولس به د خپلو خپلوانو خوشي کولو دپاره د ايم اين اے او نور افسرانو پسي ګرځيدل خو ولي اوس دغه اولس وکيل هائر کړي او نيغ په نيغه د عدالتونو نه انصاف ترلاسه کوي۔

وقاص شنواري زياته کړے ده چي کوم خلق خوشي کړے شوي دي دي کښې زيات تره بے ګناه خلق شامل ؤ۔

لبنئ حئې هم په قبائلي ضلعو کښې د ججانو تعيناتي د خوشحالۍ وړ ګرځولي ده، دي وئيلي دي چي دي سره به قبائلي زنانو ته هم دا حق ميلاو شي چي د خپل حق لپاره د عدالت دروازه ټکولي شي۔

لبنئ حئې زياته کړي ده چي ،، په قبائلي ضلعو کښي اول د جرګو نظام ؤ او خلقو ته چي څه ستونځي وړاندي کيدي هم دغه جرګو په زريعه به حل کولے شوي خو ولي د زنانو لپاره څه نظام نه ؤ چرته چي تلو سره به ئي ي مسئلي حل کولي، قبائلي ضلعو کښي د کم عمرۍ ودونه او وراثت کښي ورته حق نه ورکولے کيږي خو ولي اوس زنانه د خپلو حقونو لپاره د عدالت دروازه ټکولے شي،،

پينل ډسکشن کښې موجود خيال زمان اورکزئې دي حوالے سره وويل چي د ججانو تعيناتې ورسته د قبائلي ضلعو خلقو ته د وکيل،  د اپيل او د دليل حق ميلاو شويدے۔ دي لړ کښې دوي د حکومت نه مطالبه کړے ده چي دغه ججان دي په قبائلي ضلعو کښي تعينات کړے شي ولي چي د اورکزئي جج په هنګو کښي ناست دے، د کرم واله په ټل کښې ناست دے اود باجوړ واله په تيمرګره کښې ناست دے۔

خيال زمان زياته کړي ده چي،، قبائلي ضلعو کښي دي جوډيشل کمپلکس زرترزره جوړ کړے شي، دي نه علاوه د قبائلي ضلعو اولس عدالتي نطام نه ناخبره دي اول دي هلته خلقو کښي شعور رابيدار کړے شي چي دوي ته پته اولګي چي عدالتي نظام څنګه کار کوي،،

د يو سوال جواب کښې قانون دان وقاص شنواري وويل چي قبائلي عوام اوس زيات تعداد کښې د عدالتونو سره رجوع کوي دي نه دا څرګنديږي چي دغه خلق د عدالتونو نظام باندي بهروسه ساتي۔

د لبنئ حئې وينا وه چي زمونږ معاشره کښې نارينو ته هر څيز کښي کاميابې حاصله ده ولي زنانه او بيا په خصوصې توګه قبائلي ښځي د خپلو حقونو نه ناخبره دي او که چري چاته د خپلو حقونو پته هم وي نو بياهم دوي سره د آواز پورته کولو دپاره ځائي نه وو خو اوس له دوي سره هم حق شته دے چي دوي هم د عدالت دروازه ټکولي شي۔

په قبائلي ضلعو کښې عدالتي نظام او د جرګو سسټم په يو ځائي چليدو حوالي سره د خيال زمان اورکزئې وينا وه چي فې الحال اتويشت ججان قبائلي ضلعو لپاره تعينات کړے شوي دي او هغه هم د قبائلي ضلعو نه باهر کار کوې ولي د جرګو نظام ډير زوړ دے۔

دده وينا وه چي،، زما خيال دے که چري ججان په قبائلي ضلعو کښې کار کوئي او هلته د جرګے سسټم هم فعال وي نو دواړه به يو ځائي روان شي، که ججان د جرګے نظام باره کښې لږ ډير معلومات ترلاسه کړي او دا اوګورې چي په جرګو کښې کوم رنګ فيصلے کيدلے شي نو دا هم ډيره ښه خبره ده،،

وقاص شنواري زياته کړه،، هغه د جرګو فيصلے چي په څه وجه حل شوي نه وي نو دغه فريقين دغه کيسونه عدالت ته راؤړلے شې يا داسي فيصلي چي شوي وي خو ناانصافي پکښي شوي وي نو هغه هم عدالت ته راؤړلے کيدے شي ولي که فيصله په صحيح طريقه باندي شوي وي نو بيا له دي خلاف څوک هم عدالت ته رجوع نشي کولے،،

لبنې حئې زياته کړے ده چي که چري په قبائلي ضلعو کښي هم ډې آر سۍ په شان د جرګو نظام نافذ کړے شي نو ډير ښه خبره به وي ځکه چي يو ممبره به پکښي زنانه وي او دغه شان به د ښځو مسائل هم حل کيږي، دي نه علاوه ډي آر سې دپاره دا هم ضروري نه ده چي فريقين يو وکيل وټاکي نو دغه به اولس ته ګټه وي ځکه چي ډير خلق داسي وي چي د وکيل خرڅه نه شي برداشت کولے۔

Show More

Related Articles