،،قبائلي ضلعو کښي آر ټي آئي ايکټ سره کرپشن کښي کمے راتلے شي،،

 

افتخار خان

،،رائټ ټو انفارميشن ايکټ يعنې معلومات ته د رسائي قانون اوس قبائلي ضلعو ته غځولے شوے دے خو ولي ضرورت له دي خبري دے چي په عملې توګه دا قانون هلته نافذ کړے شي او د هغه ځائي اولس په دي خبره باندي پوهه کړے شي چي دا قانون دے څنګه او ددي نه څنګه فائده ترلاسه کولي شي،،

ددي خيالاتو څرګندونه قانون دان اعجاز مومند د ټي اين اين پروګرام بدلون پينل ډسکشن کښې کړي ده۔

د اعجاز مومند وينا وه چي آر ټي آئې د هغه بنيادي حقونو عملدارې ده کوم چي د پاکستان په ائين کښي موجود دي او د کومي په ذريعه چي اولس هر يو دفتر يا اداري نه معلومات ترلاسه کولي شي۔

پينل ډسکشن کښې اعجاز مومند سره صحافې عزيز بونيرے هم موجود ؤ۔ ددي قانون په حقله دهغه وينا وه چي آر ټې آئې يو ډير ښه قانون دے او چي کوم قانون هم جوړيږي هغه د اولس فلاح وبهبود او ادارو د ترقې لپاره جوړيږي۔

عزيز بونيري وويل ،، مثال په توګه زمونږ په علاقه کښې که يو اداره کار کوي او هغه کښي بے قاعدګي کيږي او زه درخواست ورکړم چي ماته له دي باره کښې معلومات پکار دي څرګنده خبره ده چي دي سره به د بے قاعدګو مخنيوے اوشي،،

عزيز بونيري آر ټې ايکټ قبائلې ضلعو ته غځول د خوشحالۍ وړ ګرځولي او وئيلي دي چي چي حکومت ته پکار دي چي په قبائلي ضلعو کښي کومي اداري کار کوي هلته دي پبلک انفارميشن افسران تعينات کړي۔

د آر ټي آئي ايکټ لاندي معلومات ترلاسه کولو طريقه کار په حقله عزيز بونيري اوويل،، که يو تن يوي اداري نه معلومات ترلاسه کول غواړي نو هغه ته پکار دي چي خپل د شناختي کارډ کاپۍ سره په يو ساده پاړه ب ندي درخواست اوليکي چي ماته دا دا معلومات پکار دي ، که چري په لسو ورځو کښي دننه دغه کس ته معلومات ترلاسه نه شول نو بيا به دغه کس د رائټ ټو انفارميشن ايکټ د کمشنر په نامه خط ليکي چي متعلقه ادارے مقرره وخت کښي ماته معلومات رانکړل،،

په دي موقع اعجاز مومند د يو سوال په جواب کښي وويل چي پنځويشتم ترميم ورسته آرټيکل دوه سوه اؤوه څلويښت په مکمل توګه ختم شوے دے او ددي نه علاوه آرټيکل يو او آرټيکل دوه سوه شپږ څلويښت کښي هم ترميم کړے شوے دےدے نود دي نه ورسته په خيبرپښتونخوا کښي چي څومره هم قانونونه موجود دي هغه نيغ په نيغه قبائلي ضلعو ته غځيدلي دي، هغوي وويل چي د نورو قانونونو په شان رائټ ټو انفارميشن ايکټ هم قبائلي ضلعو ته ورغځيدلي دے، ضرورت ددي خبري دے چي دا قانون په قبائلي ضلعو کښي هم هغه شان نافذ کړے شي څنګه چي په نورو ضلعو کښي نافذ دے۔

عزيز بونيري زياته کړه،، ددي قانون نه د قبائلي ضلعو اولس ته په دي صورت کښي فائدي ترلاسه کيدے شي چي کله په صحيح توګه دي باندي عمل درآمد وشي، د قبائلي ضلعو سره تعلق لرونکي زنانو ته پکار دي چي د رائټ ټو انفارميشن ايکټ نه فائده ترلاسه کړي او ځان په دي پوهه کړي چي ددي قانون لاندي کوم کوم معلومات ترلاسه کولے شي،،

هغ وويل دا ډير ښه قانون دے خو ولي دي کښي څه کمياني هم شته دے لکه دوي سره سزا ورکولو پورا اختيار نشته دے، تراوسه پوري دي قانون لاندي چاته سزا نه دے ورکړے شوي او نه څوک جيل ته استولے شوي دي، که چري يوه اداره ددي قانون لاندي چاته معلومات ورنکړي او بيا هغه اداري ته سزا ميلاو شي نو دي سره دي قانون کښي خه والے راتلے شي۔ ده اووي چي که چري په قبائلي ضلعو کښي په دي قانون باندي صحيح ټکو کښي عمل درآمد وکړے شي نو دي سره په کرپشن کښي هم کمي راتلي شي۔

د يو سوال په جواب کښي د عزيز بونيري وينا وه چي پوليس،پبلک هيلت او لوکل ګورنمنټ، تعليم او عوام سره تړلي ټولي سرکاري او نيم سرکاري ادارے او د حکومت په فنډ چليدونکي اداري ددي قانون لاندي راځي کومي چي ددي پابندي دي چي ددي قانون لاندي به متعلقه کس ته معلومات ورکوي۔ هغه وويل که په يو محکمه کښي نوي بهرتياني شوي وي او چاته شک وي چي هغوي سره ناانصافي شويده نو هغوي هم ددي قانون ترمخه معلومات غوښتلے شي۔

اعجاز مومند وويل چي قبائلي ضلعو ته د عدالتونو او دغه ايکټ غځولو ورسته هغه ورځ لري نه ده چي قبائلي اولس به هم د ترقي په لار روان شي خو ولي ضرورت د دي خبري دے چي په دي قانون باندي صحيح ټکو کښي عمل درآمد وشي۔

 

 

Show More

Related Articles