‘‘راجګل متاثرينو واپسي دپاره دے ګامونه پورته کړي شي‘‘

دوي اويل چې د تيراه متاثرينو دپاره پخوانې قبائلي نظام کښې د روژي او اختر پيکج انتظام وو ولي د انضمام ورسته اوس متاثرين در در په ګرځي او هيڅ څوک ئي د مرستي کولو نشته دے

قبائلې ضلعې خيبر کوکې خيل کميټې حکومت نه غوښتنه کړي چې د تيراه راجګل متاثرينو دپاره دے په سمدستي توګه ګامونه پورته کړي شې۔

دے لړ کښې نن تحصيل جرګه هال جمرود کښې د کوکي خيل کميټي جرګه شويده چې مشري ئي ملک نصير کوکي خيل کوله، جرګه کښې دوي سره ملک صلاح الدين کوکې خيل، ملک زينا ګل، ملک نصيب او نور مشران او کشران هم موجود وو۔

دوي اويل چې د تيراه متاثرينو دپاره پخوانې قبائلي نظام کښې د روژي او اختر پيکج انتظام وو ولي د انضمام ورسته اوس متاثرين در در په ګرځي او هيڅ څوک ئي د مرستي کولو نشته دے۔

جرګي په حکومت څرګنده کړې ده چې د ورکوټې اختر ورسته به تيراه راجګل متاثرينو بيا بحالې دپاره تحريک شروع کوې، نو پکار چي د تحريک شروع کولو وړاندي حکومت او سيکورټي فورسز په هنګامې توګه دوي بحالې دپاره ګامونه پورته کړي۔

دوي اويل چې د باجوړ نه تر وزيرستان پورې د ترهه ګري نه ځپلي شوي متاثره خلق خپلو خپلو سيمو ته بيرته واپس شويدې ولې صرف د کوکې خيلو تيراه راجګل متاثرين اوسه پوري پاتي دي۔

دوي دهړکه ورکړېده که چيرته غوښتني ئي پورا نکړې شوي نو د احتجاج لاره به خپله کړي کوم کښې چې اسلام اباد ډي چوک کښې دهرنا هم شامله ده۔

Show More

Related Articles