انصاف روزګار سکيم د قبائلي اولس لپاره څومره سودمند ثابتيدې شي؟

د غربت اولس لپاره ګران ده چې هغوي د کوم سرکاري افسر نه تصديق وکړي ولې چې يو سرکاري افسر به څنګه چا له ضمانت وکړي؟

خالده نياز

“قبائلي ضلعو کښې شروع شوې انصاف روزګار سکيم يو پائلټ منصوبه ده د کومې لپاره چې د وزيراعلي په امر لس کروړه روپۍ بيلې شوي چې موخه (مقصد) ئې په قبائلي ضلعو کښې د غربت مخنيوې کول دي”

د دې خيالاتو څرګندونه د پاکستان تحريک انصاف سره تعلق لرونکي په قبائلي ضلعو کښې د ډاکترانو د تنظيم مشر ډاکتر نبي آپريدي د ټي اين اين منزل په لور پروګرام کښې د خبرو په مهال کړې ده۔

هغه وويل د انصاف روزګار سکيم ترسيوري لاندې د ډاکټرانو، وکلانو نه علاوۀ  هغه کسانو ته  د پينځوس  زرۀ نه تر لس لکه روپو قرضه ورکولې شي څوک چې بله کومه پروفشينل ډګري لري۔

د ډاکټر نبي آپريدي په وينا دغه قرضه بغير له سوده ورکولې شي کومې چې به په دريو کالو کښې د بينک آف خيبر د لارې واپس اخستلې شي۔

د منزل په لور پروګرام کښې د ډاکټر نبي آپريدي ترڅنګ خبريال رشيد آفاق او سماجي فعاله عائشه مومند هم موجوده وۀ۔

دې لړ کښې خبريال رشيد آفاق ټي اين اين ته وويل” د قبائلي ضلعو لپاره د حکومت لخوا شروع شوې انصاف روزګار سکيم غوره ګام دے ولې چې دې حکومت وړاندې هم څه خلکو ته قرضي ورکړې چې پکښې خبريالان هم شامل ؤ”۔

د پروګرام په اړه عائشه مومند د حکومت دغه ګام ستايلو سره وويل ” قبائلي ضلعو کښې زياتره خلک له تعلمي زده کړو لري پاتي شوي نو ځکه دغه سيمو کښې د ډاکټرانو او انجنئيرانو شميره د نشت برابر ده بايد حکومت انصاف روزګار سکيم کښې هغه خلک هم شامل کړې چا چې په لورۀ کچه زده کړې نه دې ترلاسه کړي”۔

هغې وويل که چرې حکومت د قرضې ورکولو په ځاې قبائلي ضلعو کښې د خلکو لپاره د کارخانو بندوبست وکړي نو هيله ده چې له دي څخه به د زنانؤ ترڅنګ نارينه هم ګټه پورته کړې او دوي ته په خپلو سيمو کښې د روزګار کولو موقعي په لاس ورشي۔

دغه مهال ډاکټر نبي آپريدي وويل حکومت انصاف روزګار سکيم د مائيکرو فنانس په اصولو جوړ کړې او که چرې دا پروګرام کامياب شوي نو هيله ده چي دا نور هم وغځولې شي۔

هغه وويل داسې نه ده چې د پروګرام نه به يواځې ډاکټران او انجنئيران ته ګټه ورسي بلکې له دې نه دي به نورو خلکو ته هم قرضې ورکولې شي کوم لپاره چې دوي په درېو ډلو کښې ويشل شوي دي۔

د ډاکټر نبي په وينا د قرضې اخستو لپاره د دوۀ کسانو ضمانت ډيري ضروري دې او دا چې په دغه دوۀ کسانو کښې چې يو د وفاق او بل په صوبائي ګزټ کښې افسر کيدل لازمي دي۔

دې خبرې سره عائشه مومند وويل د غربت اولس لپاره ګران ده چې هغوي د کوم سرکاري افسر نه تصديق وکړي ولې چې يو سرکاري افسر به څنګه چا له ضمانت وکړي؟

بلخوا ډاکټر نبي وويل د انصاف روزګار سکيم ترسيوري لاندي ورکړې کيدونکې قرضه سرکاري ملازم، زده کونکي او د بينک نه وړاندې قرضه اخستونکي تن نه شي ورکولې۔

د پروګرام په پائي کښې عائشه مومند د حکومت ته خواست کړې چې بايد هغوي په قبائلي ضلعو د قرضې ورکولو لپاره ايښودي شوي شرطونو کښې نرمي راولي ولې چې د سرکاري افسر نه ضمانت اخستل د هر چا د وس کار نه دے۔

Show More

Related Articles