قامي اسمبلۍ کښې نن د شپږويشتم آئيني ترميم منظوريدو قوي امکان څرګند شوي

قامي اسمبلۍ کښې نن د شپږويشتم آئيني ترميم منظوريدو قوي امکان څرګند شوي خو ولي د دغه بل پاس کولو لپاره حکومت ته د دوۀ سوۀ اته ويشت راے اخستو ضرورت ښودل شوے دے۔

دغه بل پخوانۍ فاټا کښې د قامي او صوبائي اسمبلۍ څوکو سيوا کولو لپاره مظوريږي چې به ورسره د قامي اسمبلۍ  څوکۍ د شپږو نه سيوا کولو سره دولس او د صوبائي اسمبلۍ څوکۍ د شپاړسو نه زياتيدو سره څليرشت شي۔

دغه بل په پارليماني تاريخ کښې په وړومبي ځل د حکومت او اپوزيشن لخوا په شريکه راے منظوريږي کوم چې به د قامي اسمبلۍ نه د منظوريدو ورسته سينټ کښې وړاندې کولې شي۔

په سينټ کښې به هم د منظورۍ ورسته صدر مملک ډاکټر عارف علوي ته د منظورۍ لپاره ليږل شي۔

Show More

Related Articles