شمالي وزيرستان: بارودي سرنګ چاودنه کښې درې اهلکار ژوبل شوي

قبائلي ضلع شمالي وزيرستان کښې د بارودي سرنګ چاودنې پيښۀ رامخي ته شوې چې پکښې د سيکورټي فورسز درې اهلکار ژوبل شوي دي۔

د ذرائع ترمخه سيکورټي اهلکار دته خيل تحصيل کښې د معمول په ګشت روان ؤ چې دغه مهال پرې ناڅاپي چاودنه شوې او درې سيکورټي اهلکار پکښې ژوبل شوي دي۔

ذرائعې وائې چې د پښې ورسته ژوبل شوي ځوانان په سمدستي توګه ملټري هسپتال ته رسول شوې چرته چې د هغوي حالت له ويرې بهر ښودل شوے دے۔

څرګنده دي وي چې د خيبرپښتونخوا په قبائلي کښې وخت په وخت د بارودي سرنګانو د چاودلو پيښې رامخي ته کيږي چې پکښې تراوسه د ګڼ شمير عام اولس پشمول سيکورټي اهلکارو ته مرګ ژوبله اوښتي ده۔

بلخوا پښتون تخفظ موومنټ هم له حکومته غوښتنه کوي چې هغوي بايد قبائلي سيمې د بارودي سرنګانو پاکي کړي۔

Show More

Related Articles