حکومت د خبريالانو په ستونزو کښې د اضافې وجه جوړيږي: خيال مت شاه آپريدي

مونږ دا هيله لرله چې د خيبرپښتونخوا حکومت به قبائلي صحافيانو ته هم د پيښور صحافيانو او پريس کلب په رنګ جامع مالياتي پيکجونو پشمول تربيتي پروګرامونه ورکوي

د باړې پريس کلب صدرخيال مت شاه آپريدي په حکومت زور راوړي چې له انضمامه وروسته په قبائلي ضلعو کښې د مقامي خبريالانو جائز حقونو سره د دغه ضلعو پريس کلبو ته پاملرنه وکړي۔

ميډيا ته ورکړې شوي بيان کښې د باړې پريس کلب صدر ويلي حکومت يواځي اخباري بيانونو ته پاتې شوي او تراوسه ئې د قبائلي خبريالانو لپاره ګوم جدي ګام نه دې پورته کړې۔

هغه وويل موجوده حکومت دوي ته د پيشه ورانه تربيت ورکولو په ځاې د دوي په ستونزو کښې د اضافې وجه جوړ شوے دے۔

د خيال مت شاه آپريدي ترمخه د قبايلو هر طبقې قرباني په ربګ  خبريالانو هم د ترهه ګرۍ په ضد جګړه کښې د خپل ځانونه قرباني ورکړې ولې بدله کښې ورته د سياسي حکومتونو لخوا اخباري بيانونه او جعلي وعدونو نه علاوۀ هيڅ نه دې ورکړې شوي۔

هغه وويل د انضمامه ورسته مونږ دا هيله لرله چې د خيبرپښتونخوا حکومت به قبائلي صحافيانو ته هم د پيښور صحافيانو او پريس کلب په رنګ جامع مالياتي پيکجونو پشمول تربيتي پروګرامونه ورکوي خو ولې د صوبائي حکومت نا اهلي له دې تر ټولو لوې ثبوت دے چې تراوسه  د اطلاعاتو صوبائي وزير او د ضم شوي ضلعو انفارميشن ډائريکټر له دې نه دې خبر چې په قبائلي ضلعو کښې پريس کلبونو چرته چرته او په هغې کښې خبريالان څومره دي۔

د صدر ترمخه له تيرو لسو کالو راهسې د ترهه ګرۍ له وجې د ټولو سيوا د باړې صحافيان متاثره شوي او دا چې په نزديو کښې د اطلاعاتو پخواني وزير فواد چوهدري د باړې پريس کلب کابينې سره د ملاقات په مهال يوشمير وعدې کړې خو پوره کړې ئي نه دي۔

صدر خيال مت شاه آپريدي له حکومته غوښتنه کړې چې بايد هغوي د باړه پريس کلب متاثره شوي صحافيانو لپاره د خصوصي مالي پيکجونو ترڅنګ د پريس کلب ري هيبيليټيشن لپاره د ګرانټ اعلان وکړې او له دې سره سره دې ورکنګ صحافيانو لپاره د پوليس او عدالتي رپورټونو په اړۀ د تربيتي نشستونو بندوبست وکړي۔

Show More

Related Articles