شمالي وزيرستان کښې يو بله ماشومه د پوليو وائرس ښکار شوې

قبائلي ضلع شمالي وزيرستان کښې د پوليو نه متاثره ماشومي کيس رپورټ شوې چې ترمخه ئې په خيبرپښتونخوا کښې د پوليو کيسونو شمير يوولس ته رسيدلې ده۔

د صحت محکمې ترمخه د شمالي وزيرستان ميرعلي زيرکئ کلي دري کلني ماشومي نمونې د مئ په وړومبۍ نيټه اسلام آباد ته ليږلې شوې ؤ په کومو کښې چې د پوليو وائرس پخلې شوې دې۔

د صحت محکمي چارواکي وائې ماشومه په سخته تبه کښې د کلي ډسپنسرۍ ته راؤړل شوۀ چرته چې هغې ته انجکشن ولګولې شو، بل سحر چې کله ماشومه په دويم ځل ډاکټر له راؤړل شوۀ نو دغه مهال ډاکټر د هغې کيس اے ايف پي ګرځولو سره د هغې نمونے د ټيسټ لپاره ليب ته وليږلې۔

څرګنده دي وي دغه ماشومې ته د پوليو مخنيوي مهم په مهال اووۀ ځله د پوليو څاڅکو نه علاوۀ د او پي وي ډوز هم ورکړې شوي وو۔

د يادونې وړ ده له دې کيس رامخي ته کيدو سره په شمالي وزيرستان کښې سږکال د پوليو کيسونو شميره دريو ته رسيدلې ده۔

Show More

Related Articles