قبائلې ضلعو پوليس محررانو تربيت باقاعده توګه شروع

دے لړ کښې په ړومبي مرحله کښې د قبائلي ضلعې کرمي پنځويشت پوليس محررانو هنګو ضلع کښې پيشه ورانه تربيت په باقاعده توګه شروع کړے شوے دې

قبائلې سيمو خيبر پښتونخوا کښې انضمام ورسته هلته موجود پوليس اهلکارو په باقاعده توګه تربيت شروع کړے شوے دے۔ د خيبر پښتونخوا پوليس مشر ډاکټر محمد نعيم خان په هدايت باندې پوليس محکمه کښې ضم شوي د پخواني خاصه دار او ليويز فورس اهلکارو تربيت شروع کړے شوي دے۔

دے لړ کښې په ړومبي مرحله کښې د قبائلي ضلعې کرمي پنځويشت پوليس محررانو هنګو ضلع کښې پيشه ورانه تربيت په باقاعده توګه شروع کړے شوے دې۔

د تربيتي کورس شروع ضلعې پوليس آفسر احسان الله خان کړيده او پوليس اهلکارو ته ئي ړومبي درس ورکړے دے او دوي ته ئي هرکلي ويلي دے، په دے مهال دوي ويلي دي چې د ضم شوي قبائلې ضلعو پوليس اهلکارو ته به د جديد دور ټول کورسونه ښودلي شې۔

ډې پې او احسان الله خان دا هم ويلي دي چې خپلي پيشه ورانه چاري په غوره ډول ترسره کولو دپاره تربيت ترلاسه کولو ډير د اهميت وړ دے، دوي په ځوانانو زور راوړو چې د تربيت ورسته دے خپله ضلع کښې د اولس د توقعاتو او د محکمي د ګائيډ لائن ترمخه خپلي چاري ترسره کړې۔

دوي دا هم اويل چې د هنګو ضلعې ماهره پوليس اهلکار به د قبائلې ضلعو پوليس ته باقاعده تربيتي کورس ورکوې او دے لړ کښې په باقاعده توګه شيډول جوړ کړے شويدے۔

ډې پي او زياته کړه چې د کورس سرته رسيدو ورسته به له دے اهلکارو باقاعده امتخان اغستے شې او د نتيجو ورسته به دوي ته سرټفکيټس هم ورکولې شې۔

Show More

Related Articles