شمالي وزيرستان : هدف وژني کښې په وړومبي ځل پوليس اهلکار وژل شوې

قبائلي ضلعي شمالي وزيرستان کښي د پوليس وړومبي هدفي وژنه رامخې ته شوې ده۔

د زريعو ترمخه د شمالي وزيرستان ميرانشا تحصيل کښي د نامعلومه موټر سائيکل سوارو په ډزو پوليس اهلکار شير اسلم وژلي شوے دے۔

ياده دي وي چي د فاټا انضمام وروسته لږه موده وړاندے خاصه دار فورس په پوليس کښي ضم کړي شوي دي او د ډزو په نتيجه کښي وژلي شوي پوليس اهلکار په ضم شوي کښي يو اهلکار وو۔

زريعو وينا ده چي څو ورځي وړاندے وزيرستان کښي پوليس اهلکار په نښه کولو پحقله پمفلټي تقسيم کړي شوي وي۔

بلخوا دته خيل تحصيل په ديګان بازار کښي د نامعلومه کسانو په ډزو مولانا خان دراز وژلي شوے وو۔ او پيښے روسته ملزمان د پيښے ځاې نه په تيښته کښي کامياب شوي وو۔

Show More

Related Articles